د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د لغمان ولایت د مرکزي زندان مخې ته د ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

چاودنه نن شنبه سهار۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې (غويي۱۳) د موټرسایکل په وسیله رامنځته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي امریکا غږ ته وویل چې د محبس مدیر له محبس څخه د وتلو په حال کې و چې د چاوېدونکو موادو ډک ځای پر ځای شوي موټرسایکل چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې درې ملکي وګړي چې په موټر کې سپاره و وژل شوي او د محبس د مدیر په ګډون څلور امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دي.

تردا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تیرو درې میاشتو کې ملکي تلفات

  • پر همدې مهال نن شنبه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو دری میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۰۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ارین وویل چې د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې له پیل څخه بیا تر دا مهاله د طالبانو په بریدونو کې ۳۸۷ ملکي وګړي وژل شوي ۵۹۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې طالبانو په تېرو درې میاشتو کې شااخوا ۲۰۰ ملکي وګړي هم برمته کړي دي چې په وینا یې برخلیک یې تر اوسه نه دی معلوم.

خو طالبانو بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ تيره اونۍ وویل چې په تیرو درې میاشتو کې د جګړو او ماین چاودنو له امله ۵۳۳ ملکیان وژل شوي دي.

یوناما د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هم نن شنبه ویلي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي په هدف باید د بندیانو خلاصولو بهیر ګړندی او تاوتریخوالی کم شي.

XS
SM
MD
LG