د لاس رسي وړ اتصالات

چاودنې لغمان کې شپږ کسه ووژل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې د سړک غاړې د بمي چاودنې له امله شپږ ملکي کسان ووژل شول.

چاودنه په قرغه يي ولسوالۍ کې پر عمومي سړک د یوه بم د چاودنې له کبله رامنځته شوه.

سیمیزو چارواکو امریکاغږ ته وویل چې په پیښه کې شپږ ملکي کسان چې په یو موټر کې سپاره وو، ځاې پرځاې ووژل شول.

تر دې دمه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نده منلې، خو طالبان لدغه ډول جنګي تکتیکونو نه ډیر کار اخلي.

ملګري ملتونه وايي هرکال پدغه ډول چاودنو کې سلګونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

بل لور ته په ګاونډي ننګرهار ولایت کې طالب جنګیالیو د سیمیزو ملیشو اته کسه وژلي دي.

د ننګرهار د والي د ویاند په خبره چې دغه برید تیرماښام د بټي کوټ ولسوالۍ په لاچپور سیمه کې هغه مهال وشو چې طالب جنګیالیو د سیمیزو پاڅونکوونکو پر پوستې برید وکړ.

XS
SM
MD
LG