د لاس رسي وړ اتصالات

'د طالبانو مشر د ۲۵۰ میګا واټه بریښنا د تولید حکم صادر کړی'


افغانستان اوس مهال ۱۴۰۰ میګاواټه بریښنا لري چې نږدې ۷۰ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان،ترکمنستان او ایران څخه واردوي.
افغانستان اوس مهال ۱۴۰۰ میګاواټه بریښنا لري چې نږدې ۷۰ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان،ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وايي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د کانونو د سپړلو په بدل کې د ۲۵۰ میګا واټه بریښنا د تولید حکم صادر کړی دی.

عبدالطیف منصور د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸( چنګاښ ۲۸) د عوفي بهرام شرکت سره د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت په دریو ولایتونو کې د لمر له انرژۍ څخه د اته میګا واټه بریښنا د تولید د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې دا پروژه د همدې ۲۵۰ میګا واټو بریښنا د تولید برخه ده.

هغه وویل: "مونږ کانونو په بدل کې د ۲۵۰ میګاواټه بریښنا د تولید احکام د امیرالمومنین [طالبانو مشر] څخه اخیستې دي او هغوي [ قراردادي شرکتونه] ددې حکم پر اساس د ۲۵۰ میګا واټو بریښنا پروژه بشپړوي".

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې ددې پروژې په بشپړیدو به د پکتیکا په ولایت کې دوه میګاواټه لمریزه بریښنا، د ارزګان ولایت کې درې میګاواټه لمریزه بریښنا او د فراه په ولایت کې درې میګاواټه لمریزه بریښنا تولید شي چې ورسره به ۵۰۰۰ کورنیو ته بریښنا برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزیرعبدالطیف منصور وویل چې قراردادي شرکت په کابل کې د ۱۰۰ میګا واتو لمریزې بریښنا د تولید په برخه کې د پانګې اچونې غوښتنه هم کړې ده.

د عبدالطیف منصور د وینا له مخې اوس مهال افغانستان د اوبو د مختلفو بندونو څخه ۳۰۰ میګا واټه بریښنا تولیدوي. هغه وویل چې حکومت یې د ۴۰۰ میګا واټه بریښنا د تولید لپاره چمتوالی لري.

افغانستان اوس مهال ۱۴۰۰ میګاواټه بریښنا لري چې نږدې ۷۰ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس یوازې کابل په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري، چې اوسمهال د بریښنا شرکت ددغه ښار اوسیدونکو ته د ۳۵۰ او ۴۰۰ میګاواټو پورې بریښنا برابرولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG