د لاس رسي وړ اتصالات

له تاجیکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا تړون د یو بل کال لپاره تمدید شو


د افغانستان د بریښنا شرکت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي چې ددغه شرکت رئیس او د تاجیکستان د بریښنا د سهامي شرکت رئیس په ۲۰۲۴ کال کې له تاجیکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا د واردولو د تمدید تړون د یو بل کال لپاره لاسلیک کړی دی.

د بریښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا تړون د بریښنا د شرکت د رئیس محمد حنیف حمزه او د تاجیکستان د بریښنا د سهامي شرکت د رئیس محمد عمر عیسی زاده ترمنځ په ترکیه کې لاسلیک شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د تړون د لاسلیک په غونډه کې د ۵۰۰ کیلو واټو برېښنا د انتقال د نوي مزي د غځولو په مسله هم دواړو خواو ترمنځ خبرې شوې او تاجیکستاني لورې په دې برخه کې لیوالتیا ښودلې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان بریښنا شرکت رهبرۍ له تاجیکستان څخه وغوښتل ترڅو د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بېرته پیل، همغږي او پلي کولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي چې په پایله کې مقابل لوري هم د همکاریو لیوالیتا او ژمنتیا وښودله".

د تاجیکستان د بریښنا سهامي شرکت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کاسا ۱۰۰۰ په نوم د بریښنا پروژه چې د افغانستان له لارې به پاکستان ته د تاجیکستان او قرغیزستان صادراتي برېښنا انتقال کړي سندونه یې د ۲۰۱۶ کال د مۍ په میاشت کې د اړوندو خواو ترمنځ لاسلیک شوي و.

په پام کې ده چې د بریښنا دا پروژه به پاکستان ته د قرغیزستان او تاجیکستان د ۱۳۰۰میګا واټه بریښنا ورسوي.

همداشان داپروژه به د کندز ولایت له شیرخان بندر څخه د ننګرهار ولایت تر تورخم بندر پورې د دې پروژې د مزي د مسیر په اوږدو کې د افغانستان په دننه کې هم ۱۵۲ سیمو ته بریښنا برابره کړي.

ددې پروژې د پرانیستې غونډه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس محمداشرف غني په حضور کې شوې وه او پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو دمخه د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې پورې یې د افغانستان په دننه کې تر ۳۰ فیصدو پورې کارونه پرمخ تللي وو.

هغه مهال ددې ۱.۱۲۶ میلیاردو ډالرو د پروژې تمویل نړیوال بانک په غاړه اخیستی و چې دغه بانک په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې ددې پروژې د تمویل څخه لاس واخیست.

تاجیکستان د افغانستان یوازینې ګاونډی هیواد دی چې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې نلري او د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې د مشراحمد مسعود په ګډون یو شمیر مخالف سیاسي مشرانو ته یې پناه ورکړې ده.

خو ددې سره سره د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په خپل ځای پاتې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټي مالونو انتقال هم دوام لري او دغه هیواد په تیرو څه باندې دوو کلنو کې افغانستان ته د بریښنا انتقال ته هم دوام ورکړی دی.

د بریښنا شرکت د معلوماتو پر اساس دغه شرکت په ۲۰۲۲ کال کې تاجیکستان ته ۹۶ میلیونه ډالره د بریښنا د مصرف لپاره ورکړي و.

د بریښنا شرکت په ۲۰۲۲ کال کې د تاجیکستان په ګډون اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ته د وارداتي بریښنا د مصرف لپاره ۲۹۹ میلیونه ډالره ورکړي دي.

د بریښنا شرکت تیره اونۍ په تاشکند کې د اوزبیکستان د بریښنا د ادارې د چارواکو سره هم د وارداتي بریښنا د انتقال تړون تمدید کړي و.

افغانستان د تیرې نږدې یوې لسیزې څخه زیاته موده کیږي، چې د اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه بریښنا واردوي. افغانستان اوس مهال نږدې ۱۴۰۰ میګاواټو بریښنا ته اړتیا لرې.

اوس مهال د افغانستان د اړتیا وړ بریښنا شاوخوا اتیا فیصده یې د وارداتي بریښنا څخه پوره کیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې یوازې کابل په ۲۴ ساعتونو کې تر ۷۰۰ میکاواټو بریښنا ته اړتیا لري، چې اوس مهال د بریښنا شرکت دغه ښار ته په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰ او ۴۰۰ میګاواټو ترمنځ بریښنا برابرولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG