د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: دا مهمه ده چې د افغانستان ګاونډیان د طالبانو سره اړیکې وساتي


په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې شوي دي.

د روسیې د جمهوري ریاست د ماڼۍ "کرملین" ویاند دیمتري پسکوف د دغه هیواد دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې د قرغیزستان له خوا د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د ډلې ایستلو ته په اشارې ویلي چې دا ډیره مهمه ده چې د افغانستان ګاونډیان د طالبانو سره اړیکې وساتي.

د تاس خبري اژانس د جمعې په ورځ سپټمبر شپږم (وږي ۱۶) په خپله انټرنیټي پاڼه په دغه خپره شوې مرکه کې د کرملین د ویاند دیمتري پسکوف له قوله ویلي، دا چې قرغیزستان د تروریستي ډلو د خپل نوملړ څخه د طالبانو د ډلې نوم لیرې کړی روسیه د قرغیزستان دا پریکړه درک کولی شي. د کرملین ویاند ویلي چې قرغیزستان د افغانستان سره ډیر نږدې پروت دی.

هغه ویلي: "دا د ګاونډیانو لپاره ډیره مهمه ده چې د برحاله چارواکو [طالبانو] سره خپلې اړیکې وساتي". هغه زیاته کړې ده: "دا[اړیکې] ځکه اړینې دي چې د بله پلوه دا ناممکنه ده چې کومه اړیکه ورغول شي".

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه هیواد کې يې د طالبانو د غورځنګ نوم د تروریستي ډلو د نوملړ څخه لرې کړی دي.

دغه وزارت ویلي چې دغه پرکړه د سیمه ییز ثبات د پیاوړي کیدو او د روان ډیالوګ څخه د ملاتړپه هدف شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د قرغیرستان جمهوریت په افغانستان کې او په ټوله سیمه کې د ثبات او سوله ییز چاپیریال څخه د ډاډ ترلاسه کولو په هدف د نړیوالې ټولنې هڅو ته ژمن پاتې دی".

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ یې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

همداشان د طالبانو ډله لا هم د روسیې په ګډون د یو شمیر هیوادونو د تروریستې ډلو په نوملړ کې ځای لري چې له مخې دا هیوادونه دغې ډلې سره د هر ډول تعامل څخه منع کوي.

د روسیې او منځنۍ اسیا د هیوادونو سربیره د طالبانوشاوخوا ۶۱ لوړپوړو چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې هم شامل دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې له خوا په دې نږدې ورځو کې په خپور شوي نوملړ کې د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د هغه دریو مرستیالانو په ګډون د طالبانو د کابینې د ۱۵ وزیرانو او چارواکو نومونه شامل دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه د قرغیزستان د حکومت له خوا ددغه هیواد د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانود ډلې د نوم د ایسته کولو پریکړه ستایلې ده.

دغه وزارت د سپټمبر په پنځم (وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د نورو هیوادونو په تسلسل د قرغیزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د اسلامي امارت په تړاو [طالبانو حکومت] د سیاسي درک د رامنځ ته کیدو ښکاروندویه دی او د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] او نورو هیوادونو ترمنځ د دواړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په لار کې د خنډ د لیرې کیدو په معنی دی".

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې ددغې ډلې د چارواکونو نومونه دې د تور نوملړ څخه وباسي. خو نړیوالې ټولنې نه یوازې دا چې تراوسه یې د طالبانو د چارواکو نومونه د خپل تور نوملړ څخه نه دي ایستلي، بلکې د څو تنو نورو طالب چارواکو نومونه یې هم په دغه نوملړ کې زیات کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG