د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: نړیوال بانک دې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیرته پیلولو لپاره چټک ګامونه واخلي


طالبانو له نړیوال بانک څخه غوښتي‌ چې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ بریښنا پروژې د تطبیق چارو د بیرته پیلولو لپاره چټک ګامونه واخلي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د بریښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي‌ د جون لومړۍ (غبرګولي ۱۲) وویل چې د بریښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په شان لویو پروژو د تطبیق لپاره جدي‌ هڅې کړیدي.

میوندي وویل د افغانستان بریښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د چارې د بیا پیلولو لپاره چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې ودرول شوي له نړیوال بانک سره پرله پسې مذاکرات کړي دي او په وینا یې دغه بانک په دې برخه کې موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړه:‌ "د دوی (نړیوال بانک) څخه مو غوښتنه دا ده چې تر څو د دې پروژې د [بیا] پیل لپاره چې څومره چټک او ګړندي‌ ګامونه اخیستلی شي واخلي، ترڅو دغه پروژه په لنډ وخت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.“

د میوندي‌ په وینا د بریښنا شرکت نړیوال بانک ته د افغانستان په خاوره کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې ده.

د بریښنا شرکت ویاند وویل چې افغانستان به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې څخه هر کال د حق‌العبور په توګه تر ۷۰ میلیون ډالرو عواید ولري. همداشان افغانستان به د دغې پروژې له تطبیق وروسته تر ۳۰۰ میګاواټه بریښنا هم ترلاسه کړي.

د افغانستان له لارې پاکستان ته د قرغزستان او تاجیکستان د بریښنا د رسولو کاسا ۱۰۰۰ پروژه د ۱۳۹۵ لمریز کال په ثور میاشت کې پیل شوې وه او په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ودرول شوه.

نړیوال بانک د روان عیسوي‌ کال په فبروري کې د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ د پاکې بریښنا پروژې د فعالیتونو بیرته پیلیدل تصویب کړ چې تاجیکستان،‌ قرغیزستان او پاکستان هم شامل دي.

نړیوال بانک هغه مهال ویلي‌ و چې په دریو هیوادونو کې د کاسا ۱۰۰۰ د بریښنا پروژې د تطبیق چارې مخ په بشپړیدو دي او دغو هیوادونو په افغانستان کې هم د یادې پروژې د بیرته پيلدو غوښتنه وکړه.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیايي څانګې له خوا تمویلیږي،‌ خو نړیوال بانک ویلي‌ چې په افغانستان کې به د دغې پروژې چارې په داسې ډول تطبیق شي چې د طالبانو حکومت په کې دخیل نه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG