د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د ګازو او نفتي موادو د ترانزیټ اجازه ورکړې


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګاز او نفتي موادو د ترانزیټ په تړاو د یوې ازمایښتي دورې لپاره یوه طرحه منظور شوې ده.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ ۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د ترانزیټ د ملي کمیټې له خوا دغه ترتیب شوې طرحه به په افغانستان کې د سوداګرۍ په پراخیدو کې مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي: "د شمال څخه جنوبي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو ترانزیټ نه یوازې دا چې افغانستان کې سوداګري نه محدودوي بلکې د ملي عوایدو د لوړیدو ترڅنګ د ترانزیټ او بار وړلو د سکټور د فعالیدو سبب هم کیږي او هیوادوالو ته د کار فرصتونه هم برابروي".

نږدې دوه اونۍ دمخه یو شمیر پاکستاني سوداګرو په لومړي ځل د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه د ګازو او نفتي موادو شاوخوا ۲۱ ټاکرونه پاکستان ته انتقال کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، چې د تیر جمهوري رژیم پر مهال افغان حکومت د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو او نفتي موادو د ترانزیټ اجازه نه ورکوله.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې د تیرحکومت ددې لپاره د ګازو او نفتي موادو د ترانزیت اجازه نه ورکوله، چې پاکستان حکومت هم د کراچۍ د بندر له لارې افغان سوداګرو ته افغانستان ته د ځینو مالونو د ترانزیټ اجازه نه ورکوله.

ښاغلي الکوزي وویل: "پاکستان ته د ترانزیټ مسله د "اپټا" په تړون کې په واضح ډول لیکل شوې ده، خو د تیر جمهوري نظام پرمهال د ځینو سیاسی ملاحظاتو پر اساس باندې نورو توکو ته اجازه ورکول کیدله یوازې ګازو او نفتي موادو ته اجازه نه ورکول کیدله. دا مواد یې په هغه حساس لیست کې شامل کړي و، لکه چې زمونږ ځینې مالونه چې په کراچۍ بندر کې په حساس لیست کې دي لکه سګریټ او پرزه جات او نور، چې د هغې لارې څخه یې مونږ افغانستان نشو انتقالولی پاکستان اجازه نه ورکوي. دلته ګاز او تیلو ته د مرکزي اسیا له لارې اجازه نه ورکول کیدله".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوی غړی وايي، چې اوس مهال د پاکستان څخه، د افغانستان له لارې، د منځنۍ اسیا څلورو هیوادونو تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او حتی قزاقستان او روسیې ته خوراکي توکي او تازه میوه صادریږي او ددغو هیوادونو څخه مالوچ، ډبرو سکاره او نور مواد پاکستان ته په نورمال ډول صادریږي.

خان جان الکوزی وايي، چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د ترانزيټ یوه کمیټه جوړه کړې، چې په ترڅ کې یې د افغان سوداګرو د نظریاتو پر اساس د ترانزیټ په برخه کې یوه طرحه هم ترتیب کړې ده.

افغان سوداګر د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د ترانزیټي مالونو لیږد مهم ګڼي او وايي، چې ددغسې سوداګرۍ په ترڅ کې به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان تاریخي موقعیت بیرته راڅرګند شي.

خو دغه سوداګر وايي، چې پاکستان هم باید د افغان سوداګرو د ترانزیټي مالونو پرمخ خنډونه لیرې کړي تر څو په سیمه کې سوداګري پراخه شي.

افغانستان او پاکستان د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په میاشت کې د دواړو هیوادونو او ددغو هیوادونو له لارې د سیمې د نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال په برخه کې د "اپټا" تړون لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون اجرائیوي موده د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۱۴ پای ته رسیدلې او تراوسه نه دا تړون تمدید شوی او نه هم بل تړون لاسلیک شوی دی.

خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د " اپټا" په تړون کې د تعدیلاتو په راوستلو باندې څو ځلې خبرې شوي او لا هم خبرې روانې دي.

افغان سوداګر غواړي، چې پاکستان د دغه هیواد د واګې بندر له لارې هند سره سوداګري وکړي، خو پاکستان د هند سره شته ستونزو له امله افغان سوداګرو ته بشپړ ډول ددغه بندر له لارې د سوداګرۍ اجازه نه ورکوي او پرځای یې د کراچۍ بندر له لارې افغان سوداګرو د هند سره سوداګرۍ ته اجازه ورکړې ده.

افغان سوداګر ټینګار کوي، چې د "اپټا" په نوي تړون کې باید د واګې له لارې د سوداګرۍ مسلې ته هم ځای ورل شي.

XS
SM
MD
LG