د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د یو ټن ډبرو سکرو ګمرکي محصول ۲۸۰ ډالرو ته لوړ کړ 


په داسې حال کې چې د پاکستان یو حکومتي پلاوی د ډبرو سکرو د صاراتو په اړه د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ کابل ته ځي، د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ډبرو سکرو ګمرکي محصول یې د دوو سوو ډالرو څخه دوو سوو اتیا ډالرو ته لوړ کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان د شنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) امریکاغږ ته وویل چې ټاکل شوې د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د سکټر په مشرۍ یو پلاوي د ډبرو سکړو د اړوندو مسلو په سر د خبرو لپاره سبا د یکشنبې په ورځ جولای ۱۷ کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویاندې په اسلام اباد کې امریکا غږ ته د یکشنبې په ورځ کابل ته د دغه وزارت د سکټر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر تائید کړ.

دا پاکستانی پلاوی په داسې حال کې کابل سفر کوي، چې د طالبانو حکومت د ډبرو سکرو د یو ټن محصول د دوو سوو امریکايي ډالرو څخه ۲۸۰ ډالرو ته لوړ کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وویل چې دمخه د ډبرو سکرو څخه د بیلابیلو ادارو له خوا د محصول په نوم پیسې اخیستل کیدلې چې اوس د دغو ټولو مجموعي اندازه د یو ټن سکرو محصول ۲۸۰ امریکايي ډالره ټاکل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پراساس افغانستان تر اتیاو پورې د ډبرو سکرو پراخې زیرمې لري چې اوس مهال د ۱۷ کانونو څخه سکاره ایستل کیږي. اوس مهال هره ورځ تر ۱۰ زرو ټنو پورې سکاره د دغو اولسو ساحو څخه ایستل کیږي.

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس په دغو اولس کانونو کې د دوو ملیارده او ۳۵۰ میلیونو ټنو سکارو زیرمې اټکل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دا وزارت هره اونۍ د ډبرو سکرو په ګډون د بیلابیو کاني موادو څخه د درې سوو او څلورو سوو میلیونو افغانیو ترمنځ عاید ترلاسه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي تراوسه دغه وزارت د هیڅ کوم بهرني هیواد سره د کانونو د ایستلو تړون نه دی لاسلیک کړی او ټول تړونونه د افغان پانکه والو او سوداګرو سره لاسلیک شوي دي.

XS
SM
MD
LG