د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: امریکایانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې


خلیلزاد او ملابرادر د دوحې تړون د لاسلبک پر وخت
خلیلزاد او ملابرادر د دوحې تړون د لاسلبک پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون د څلورمې کلیزې د رسیدلو سره هممهاله د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې ددغه تړون د پلي کیدو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا سرغړونې موجودې وې.

ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې د ملي تلویزیون له خوا خپور شوی ویلي چې د دوحې هوکړه د "جهاد او قربانیو" پایله وه چې د امریکا متحده ایالات یې د خبرو میز ته حاضریدو ته اړ کړل.

ذبیح الله مجاهد دا هوکړه د افغانستان لپاره د لاس ته راوړنو ډکه یاده کړې ده او د اشغالګرانو ایستل، افغانستان کې د جګړې او وینې تویدولو پاې ته رسیدل، د سرتاسري سولې او ثبات ټینګیدل، د پریکړو په نیولو کې د افغانانو خپلواکي، د اقتصادي ودې او د بیا رغونې د هڅو پراخیتا اړوند اقدامات د دوحې د هوکړې د پایلو په توګه یاد کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلی: " د امریکايانو له خوا د دغې هوکړې څخه ځینې، ځینې سرغړونې موجودې وې، چې د دوحې د هوکړې د متن په پای برخه کې یې د هغوی د عملي کیدو ژمنه کړې وه چې باید د افغانستان سره یې تعامل په عادي ډول اوسي، باید ښه روابط ولري، د افغنستان په ابادۍ کې برخه واخلي او د افغانستان د پرمختګ مخه ونه نیسي، داسې ونشو".

همداشان مجاهد ویلي چې لا هم د طالبانو د ځینو مشرانو نومونه په تورلیست کې دي او پرې بندیزونه شتون لري، د افغانستان د خلکو شتمني لا هم کنګل ده، د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مخه نیول شوې او د طالبانو د حکومت سره د امریکا د متحده ایالاتو تعامل لا بیرته عادي شوی نه دی.

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ باندې د قطر په پایتخت دوحه کې لاسلیک شو.

د هوکړې دا تړون افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د یو چارواکي او د دغه حکومت د اوسني ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شوی وو.

امریکايي چارواکو ویلي چې طالبانو په دې هوکړه کې موافقه کړې وه چې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره د افغانستان د نورو ګوندونو سره به خبرې کوي.

ددې سربیره دا چارواکي بشري حقونو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول په دغې هوکړې کې د طالبانو د ژمنو په توګه یادوي.

سپینې ماڼې ویلي چې د امریکا متحده ایالات طالبان د خپلو کړنو پر وړاندې مسوول ګڼي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر ویلي:" مونږ هره ورځ په نه ستړي کیدونکي ډول کار کوو ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د ژمنو داټولګه عملي شي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تیره میاشت په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو لا هم د القاعده ډلې سره خپلې نږدې اړیکو ساتلو ته دوام ورکړی دی او دغې ډلې په افغانستان کې تازه د ترهګرو د روزلو لپاره اته مرکزونه جوړ کړي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته خپل حکومت اعلان کړ چې د کابینې ټول غړي یې د خپل «غورځنګ غړي دي چې ملایان او مولویان» دي او په ټوله کابینه کې یې یوه ښځه هم نه شته.

نړیواله ټولنه له طالبانو څخه غواړي چې داسې حکومت جوړ کړي چې د افغانستان ټول خلک او په ځانګړي ډول اقلیتونه په کې خپل ځانونه وویني، خو طالبان خپل حکومت همه شمول ګڼي.

طالبانو همدغه راز تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو، کار، فعالیت او نور مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي. امریکا او نړیواله ټولنه دا بندیزونه غندي او له طالبانو یې د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG