د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان لپاره ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې روانې دي


د ملګرو ملتونو یو ویاند ویلي چې د عمومي منشي انتونیوګوتیرش څخه افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې چې هغه یې په اړه سلا مشورې پيل کړې دي.

د ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶( کب اوومه) په نیویارک کې د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره کوم زماني جدول شته او که نه، وویل: "دا مسئله ډیره جدي او ښه ترغور لاندې ده او همدا چې یو څوک ولرو نوم به یې اعلان کړو."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹ (مرغومې اتم) په یو پریکړه لیک کې د افغانستان او د طالبانو د مشرانو سره د تعامل د زیاتیدو لپاره د یو ځانګړي استازي ټاکل تصویب کړي وو.

په دې پریکړه لیک کې د ملګروملتونو د عمومي منشي څخه غوښتل شوي چې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د سپارښتنو په ځانګړي ډول د جنسیت او بشري حقونو لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش تیره اونۍ د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د یوې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.

انتونیوګوتیرش وویل چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره د دوحې د غونډې ګډونوال د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي له ارزونو سره موافق وو، چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګمارل وو.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د روسیې، چین او ایران استازو افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت ښودلی وو. طالبانو هم د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو سره له وړاندې مخالفت ښودلی دی.

په عین وخت کې د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو شاته یوه غونډه جوړه کړې وه. د دې غونډې په اجندا کې افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر خبرې هم شاملې وې.

سټیفن دوجاریک په دې اړه وویل:" په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري دې کارلو په یوې غیر علني غونډه کې امنیت شورا ته توضیحات ورکړل. هغې تیره اونۍ د ځانګړو استازو په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یې مشري کوله خپل تازه معلومات ګډونوالو سره شریک کړل."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي چې نړیوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړیوالو سره د طالبانو حکومت د اړیکو په ټېنګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي‌ سره به طالبان د نړیوالې ټولنې سیاسي‌ او اقتصادي‌ میکانیزمونو کې ور ګډ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG