د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان امنیت شورا ته: د تړلو دروازو شاته غونډې بندې کړئ


په داسې حال کې چې ټاکل شوې د ملګروملتونو د امنیت شورا نن د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶( کب اووم) د افغانستان په تړاو د تړلو دروازو شاته یوه غونډه جوړه کړي، د بشري حقونو د څار سازمان ددغې شورا له خوا د تړلو دروازو شاته د غونډو په جوړولو سخت انتقاد کړی دی.

ددغه سازمان د ښځو د چارو مسوولې هیدربار د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د امنیت شورا څخه غوښتي چې د تړلو دروازو شاته د غونډو جوړول دې بند کړي.

میرمن بار ویلي: "افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې د طالبانو تر بریدونو او ګواښونو لاندې دي دا حق لري په دې پوه شي چې د څه په اړه خبرې او پریکړې کیږي."

د بخښنې په نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې یو څیړونکي زمان سلطاني هم ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا ډول غونډې نه یوازې دا چې د افغانستان د خلکو او ښځو پرمخ چې د طالبانو سختو قوانینو لاندې ژوند تیروي پرانیستې وي، بلکې د ۲۰۲۳ کال د اپریل د میاشتې د پریکړه لیک په اړه هم باید چې بحث وشي.

د ښاغلي سلطاني د وینا په اساس دا پریکړه لیک طالبان دې اړ باسي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل سخت قوانین لغوه کړي.

ملګروملتونو د امنیت شورا د معلوماتو پر اساس دا غونډه به د دغې شورا د غړو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په ګډون د نیویارک پر مهال د سهار پر لسو بجو پیل شي او په ځانګړي ډول به په کې د افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر سلامشورې وشي.

همداشان په دې غونډه کې به د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه هم بحثونه وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) په ۲۷۷۱ پریکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه، ترڅو د طالب مشرانو او افغانستان سره تعامل ډیرکړي.

دا پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو، خو روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې وه.

پدې پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتل شوي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکی تر څو د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سپارښتنې په ځانګړې توګه د جنسیت او بشري حقونو په برخې کې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې پریکړه لیک د سپارښتونو پر اساس تیره اونۍ په قطرکې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو یوه غونډه هم جوړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځینۍ غونډې په پای کې ویلي و چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.

هغه وویل چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې کې ګډون وکړي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ښاغلي ګوتیرش هیله وښوده چې د طالبانو استازي به په راتلوونکو دغسې غونډو کې ګډون وکړي.

طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې د ښاغلي ګوتېرش په وینا ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG