د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د خوست ځاځي میدان سرحدي سیمه کې نښتې شوي


دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې کیږي ددې دمخه هم د دواړو خوا ترمنځ جګړې شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې کیږي ددې دمخه هم د دواړو خوا ترمنځ جګړې شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د پلوڅې سیمه کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د یوې پوستې د جوړولو پر مهال د چهارشنبې په ورځ سپټمبر څلورم (وږي ۱۴) دوه ځلې نښتې شوي دي.

ددغو سرچینو د معلوماتو له مخې لومړۍ نښته د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د پلوڅې په سرحدي سیمه کې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر څلورم (وږي ۱۴) د غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې پیل شوه چې ژر پای ته ورسیده.خو په همدې سیمه کې د شپې په اتو بجو بیا نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

تراوسه دواړو خواو ددغو نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې په سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې کله د طالبانو سرحدي ځواکونه د یوې نوې پوستې په جوړولو بوخت وو.

په دې نښتو کې دواړو خواو یو پربل د درنو وسلو ډزې هم کړي دي، خو دواړو خواوته په دې نښتو کې د سر د اوړیدلي زیان په اړه تراوسه راپور نه دی ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې په سیمه کې د جګړې د شدت له امله د جګړې له نږدې سیمو پلوڅې او سيټوان څخه ډیرې کورنۍ خوندي ځایونوته ګډه شوي دي.

د پاکستان یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ډیوه ته ویلي چې د پاکستاني او طالبانو د سرحدي ځواکونو تر منځ د پاکستان په کوزه کورمه علیزۍ او د افغانستان د خوست ولایت په ځاځي میدان سیمو کې سخته نښته شوې ده، پاکستانی چارواکو ادعا کړې چې په دې نښتو کې د طالبانو ځواکونو یوه پوسته او یو ټنک یی له منځه وړی دی.

د طالبانو حکومت د دی ادعاو په اړه څه تراوسه څه نه دي ویلي‎. پاکستان هم په رسمي ډول دا نښتې نه دي تائید کړي.

ددې جګړې دمخه د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د تورخم سرحدي سیمې غوړکي کې د اګست په ۱۲ ( زمري ۲۲) هم د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو په سر نښته شوې وه چې له امله یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د وینا له مخې د تورخم په غوړکي سیمه کې د افغانستان لور ته د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوې مرمۍ په یو کور کې لګیدلې وه چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

ددې جګړې وروسته د تورخم سرحدي لار د دریو ورځو لپاره هم د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیرمولوي محمد یعقوب مجاهد د اګست په ۱۴ (زمري ۲۸) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا په سرحد کې د امنیتي پوستو جوړول د هیچا په زیان نه دي او هیڅوک دې ددغو پوستو د جوړولو مخه نه نیسي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان سره د تورخم سرحد سره نږدې د اګست د ۱۲ ورځې نښتو ته په اشارې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې دغه هیواد سره د سرحد په اوږدو کې دې د زغم څخه کار واخلي او د پارونکو اقداماتو د پیښیدو څخه دې ډډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ اګست ۱۶(زمري ۲۶) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل: "مونږ د افغان مقاماتو [طالبانو] څخه غوښتنه کوو، چې له زغم څخه کار واخلي او د افغانستان او پاکستان د سرحد په وړاندې د بې دلیله اقداماتو څخه ډډه وکړي. هغوی باید چې په دې پوه شي چې پاکستاني ځواکونه به تل له خپلې خاورې دفاع وکړي".

په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، د افغانستان او د پاکستان د سرحد په اوږدو کې څو ځلې جګړې شوي چې د ملکي وګړو ترڅنګ دواړو خواو ته هم په کې ژوبله رسیدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG