د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین پر یوې هوايي اډې په برید کې د پنځو جټ الوتکو د ویجاړولو ادعا کړې


د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د ګډې پولې په شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین مرکزي ښار میرګورود ته څېره پر یوه هوايي اډه یې د سکندر-ایم توغندي توغولي دي. (عکس: ارشیف)
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د ګډې پولې په شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین مرکزي ښار میرګورود ته څېره پر یوه هوايي اډه یې د سکندر-ایم توغندي توغولي دي. (عکس: ارشیف)

روسیې د سه شنبې په ورځ جولاۍ دوهمه (چنګاښ ۱۲) ادعا وکړه چې د اوکراین په یوې هوايي اډې باندې په برید کې یې پنځه پوځي جټ الوتکې له منځه وړي دي.

دا برید په داسې حال کې کیږي چې کیف له اوږدې مودې انتظار وروسته د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو ترلاسه کولو ته تیاری نیسي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د ګډې پولې په شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین مرکزي ښار میرګورود ته څېرمه پر یوې هوايي اډې یې د سکندر-ام توغندي توغولي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د روسیې د پوځ د برید په پایله کې، پنځه عملیاتي اس یو-۲۷ ملټي رول جنګي الوتکې ویجاړې شوي او دوه نورې چې تر ترمیم لاندې وې، زیانمنې شوي دي."

وزارت یوه ویډیو هم خپره کړې چې په خبره یې د برید جریان او له هغه وروسته حالت ښي. په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې له هوایي ډګر څخه خړ لوګی پورته کیږي، ځینې الوتکې ولاړې دي او ځمکه سوځېدلې ده.

فرانس پرس خبري اژانس ویلي چې سمدستي د شویو ادعاګانو دا ویډیو نه شي تائید کولی. روسي او اوکرایني پوځي خپلواکو څارونکو د دوشنبې په ورځ ددغه برید راپور ورکړی و. د اوکراین هوايي ځواک په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په اوکراین کې خبریالانو وویل چې کیف په دې برید کې تجهیزات له لاسه ورکړي او ځینې قوماندانان په قهر دي چې الوتکې له کافي محافظت پرته په پرانیستي ځای کې درول شوې وې.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې په درې کلنه جګړه کې د جنګي جټ الوتکو کارول نسبتا محدود دي، که څه هم کیف هیله لري چې د لویدیځ د ایف-۱۶ جنګي الوتکو ترلاسه کول به د د روسیې له بمباریو څخه د ځان خوندي ساتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د امریکايي ایف-۱۶ جیټ الوتکو غوښتنه کوي. د ناټو څو هیوادونو اوکراین ته ددغو الوتکو د ورکولو ژمنه کړې چې له څو میاشتو راهیسې ددې الوتکو د کارولو لپاره د اوکرایني پیلوټانو او عملې روزنه دوام لري.

ټاکل شوې ده چې د ایف-۱۶ الوتکو لومړۍ جوپه د هالنډ ، بلجیم او ډنمارک له خوا په نږدې راتلونکي کې اوکراین ته ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG