د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وایي په اوکراین کې یې په 'فرانسوي اجیرو جنګیالیو' برید کړی


په اوکرانی باندې د روسې یرغل درېیم کال ته داخل شو
په اوکرانی باندې د روسې یرغل درېیم کال ته داخل شو

روسیې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) ادعا وکړه چې د اوکراین په خارکیف کې یې فرانسوي جنګیالي په نښه کړي‌، خو اوکراین وایي په دغه برید کې څه باندې لس ولسي خلک ژوبل شوي.

د روسیې له دغې ادعا لږ مخکې کیف وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په خپل هوايي حریم باندې بشپړ کنترول ترلاسه کړی. خارکیف د روسیې له سرحد سره نژدې د اوکراین دویم لوی ښار دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له یرغل وروسته تر دې دمه پورې تر سختو بریدونو لاندې دی.

د روسیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: «د جنورۍ د شپاړلسمې نېټې په ماښام، د روسیې فدراسیون (فدراتیف) وسله والو ځواکونو د خارکیف په ښار کې د انتقال په یوې موقتې نقطې برید وکړ چې هدف یې فرانسوي اجیران وو.»

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې په برید کې یې لسګونه بهرني اورپکي‌ وژلي او ژوبل کړي دي، خو په دې اړه یې شواهد وړاندې کړي نه دي. برید په یوې دوې پوړېزې ودانۍ شوی او وداني یې ویجاړه کړې ده. د خارکیف والي الیګ سینګوبوف وویل چې په دغې سیمې کې هېڅ پوځي ځای اوهدف نه شته.

اخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمتري‌ کولیبا ویلي‌ دي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د هېواد لومړیتوب دا و چې په خپلې فضا باندې کنترول ترلاسه کړي. هغه په داووس کې د نړۍ په اقتصادي‌ غونډې کې وویل: «بې شکه چې په ۲۰۲۴ کال کې مو هدف دا دی چې روسیه له فضا څخه لاندې ګوزار کړو.»

کیف له لویدیځ څخه غواړي چې پرمختللي جټ الوتکې ورکړي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون همدا اوونۍ اعلان وکړ چې اوکراین ته به د (SCALP) په نوم ۴۰ د لېرې واټن توغول کېدونکي کروز میزایل او سلګونه بمونه ورکړي، خو د روسي ځواکونو بریدونو ته په کتو دا مرسته هم کمه بلل کېږي.

په اوکراین باندې د روسیې یرغل درېیم کال ته داخل شو. امریکا، اروپا او متحدینو یې د روسیې دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوځي او بشري‌ مرستې کوي چې د مسکو په ضد روانه جګړه وګټي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اوکراین په جګړې کې د ولسي تلفاتو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ د فبروۍ له ۲۴ نېټې د ۲۰۲۳ د ډسمبر تر میاشت پورې ۲۷۴۴۹ ولسي خلک وژل شوي دی. د بریتانیا د ډیلي میل ورځپانې د راپور په اساس، چې وایي د استخباراتو معلوماتو له مخې یې لیکلی، په ۲۰۲۳ کال کې هره ورځ د روسیې ۳۰۰ عسکر وژل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG