د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او پزشکیان په عشق آباد کې د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ


پوتین، چې هېواد به یې د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د بریکس د سرمشریزې کوربه وي، د جمعې په ورځ مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړه چې روسیې ته سفر وکړي او نوموړي دغه بلنه منلی ده.
پوتین، چې هېواد به یې د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د بریکس د سرمشریزې کوربه وي، د جمعې په ورځ مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړه چې روسیې ته سفر وکړي او نوموړي دغه بلنه منلی ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۱مه (تلې ۲۰مه) د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې د یوې کتنې پر مهال د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دواړو ولسمشرانو ددغې کتنې پر مهال، په نړیوالو چارو کې د خپلو "نږدې" لیدلورو هرکلی وکړ او په روانو نړیوالو مسایلو کې یې د دواړو هېوادونو ارزونې "ډېرې نږدې" وبللې. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې له تهران سره اړیکې د مسکو لپاره "لومړیتوب" لري.

دغه کتنه په داسې وخت کې شوې، چې د روسیې له خوا پر اوکراین د پوځي یرغل دوه نیم کاله تېر شوي دي. مسکو هڅه کوي خپلې اړیکې له شمالي کوریا او ایران سره، چې له متحده ایالاتو سره په مخالفت کې دي، لا پیاوړې کړي.

بلخوا، متحدو ایالتونو له پیونګ یانګ او تهران سره د مسکو د مخ پر زیاتېدونکو اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه روسیې سره د بالستیک توغنديو مرسته کوي، چې مسکو یې د اوکراین په جګړه کې وکاروي.

دا پداسې حال کې دی چې ایران له روسیې سره د بالستیک توغندیو مرسته رد کړې، خو مسکو ویلي چې ایران په ټولو هغو برخو کې چې امکان یې وي، د روسیې شریک دی. په ورته وخت کې مسکو څو ځله ویلي چې له تهران سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک ته نږدې شوی دی.

پوتین وویل: "له ایران سره اړیکې زموږ لپاره لومړیتوب لري او دا اړیکې په بریالۍ توګه د پراختیا په حال کې دي. همدارنګه موږ په نړیوالو چارو کې په فعاله توګه همکاري لرو او زموږ لیدلوري اکثر وخت سره نږدې وي. "

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا هم ویلي، چې ولسمشر مسعود پزشکیان د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. ایرنا د ولسمشر پزشکیان په حواله لیکلي: "له روسیې سره زموږ اړیکې صمیمي او ستراتیژیکې دي."

پزشکیان ویلي: "د اقتصادي او کلتوري اړخه، زموږ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي. د ایران او روسیې د اړیکو د پراختیا بهیر، د دواړو هېوادونو د مشرانو ارادې ته په کتو سره باید چټک شي. "

همدارنګه د ایران ولسمشر هیله څرګنده کړه چې له روسیې سره د ستراتیژیکې همکارۍ د سند د لاسلیک بهیر ګړندی شي. هغه وویل: "هیله لرم چې د بریکس په ناسته کې، چې په روسیه کې جوړیږي دا تړون لاسلیک کړو. "
پوتین، چې هېواد به یې د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د بریکس د سرمشریزې کوربه وي، د جمعې په ورځ مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړه چې روسیې ته سفر وکړي او نوموړي دغه بلنه منلی ده.

کرملین مخکې ویلي و چې دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

دا د مسعود پزشکیان او پوتین ترمنځ لومړنۍ لیدنه وه. پزشکیان د روان کال د جولای په پای کې، وروسته له هغې چې پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې مړ شو، د ایران ولسمشر وټاکل شو.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG