د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو فارمټ؛ روسیې له لویدیځ څخه غوښتي پر افغانستان بندیزونه لیرې کړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۳) پر لویدیځ غږ وکړ چې د طالبانو پر حکومت بندیزونه لیرې کړي او د افغانستان په بیارغونه کې "مسئولیت" واخلي.

لاوروف چې د مسکو فارمټ د غونډې په پیل کې خبرې کولې، دا ونه ویل چې ایا مسکو به طالبان د "تروریستي سازمانونو" له خپل تور لیست څخه وباسي.

لاوروف وویل: "موږ له لویدیځو هېوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې له بحران وروسته په بیارغونه کې خپل مسئولیت ادا کړي، بندیزونه لیرې کړي او د کابل کنګل شوې شتمني ستنه کړي."

د القاعده او نورو "ترهګرو" سازمانونو د مالي چارو د محدودولو په خاطر، طالبان د څه باندې دوو لسیزو راهیسې د لویدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

د روسیې په نوښت جوړې شوې د مسکو فارمټ شپږمې کلنۍ غونډې ته د طالبانو د یو پلاوي برسېره د مرکزي اسیا او منځني ختیځ د هېوادونو استازي بلل شوي دي.

د روسي مقاماتو ویلي په غونډه کې د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان او پاکستان لوړپوړي چارواکي او استازي ګډون کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا وویل چې لاوروف به د تړلو دروازو ترشا د غونډې مشري وکړي او د خبرو اصلي تمرکز به د افغانستان د ملي مصالحې د بهیر پرمختګ وي.

زخاروفا دا هم وویل چې لاوروف په پام کې لري چې له متقي او ورسره د مل پلاوي سره په جلا توګه د مسکو او کابل ترمنځ د همکاریو پر مهمو برخو خبرې وکړي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې، روسیې ددغه ډلې له حکومت سره اړیکې ټینګي کړي دي.

پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۸۰ لسیزه کې په افغانستان کې یوه لسیزه جګړه وکړه، چې په ترڅ کې یې د مجاهدینو مقاومت رامنځته شو او یو شمېر یې وروسته د طالبانو د مشرتابه له لیکو سره یو ځای شول. تاریخ پوهان همدارنګه دغه جګړه د شوروي اتحاد د نړېدلو یو عمده لامل بولي.

یو شمېر روسي چارواکو پر مسکو غږ کړی چې طالبان "د ترهګریزو او سختدریځو سازمانونو" له لیست څخه وباسي چې کولی شي ددغه ډلې له حکومت سره د روسیې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو د جمعې په ورځ ددغه هېواد د فدرالي امنیت خدماتو (ایف بي ایس) د رئیس الکسانډر بورټنیکوف له خولې وویل چې هغه د افغانستان د ځانګړو خدماتو سره "ګډه دوه اړخیزه" همکاري غواړي.

لاوروف همدارنګه وویل چې روسیه "په هیڅ صورت" نه غواړي چې دریمګړي هېوادونه په افغانستان کې پوځي اډې ونیسي او یا نوي پوځي تاسیسات جوړ کړي.

روسیه په ګاونډي تاجیکستان کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، یوه پوځي اډه لري.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG