د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکر: امریکا د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون نه کوي


میرمن دیکر د پنجنشبې په ورځ یو شمیر افغان خبریالانوته وویل چې واشنګټن هیڅکله هم د مسکو د فارمټ په غونډو کې ګډون نه دی کړی، ځکه چې د میرمن ډیکر په وینا دا غونډه ورته د خبرو اترو یو سیمه ییزه غونډه ښکاري.
میرمن دیکر د پنجنشبې په ورځ یو شمیر افغان خبریالانوته وویل چې واشنګټن هیڅکله هم د مسکو د فارمټ په غونډو کې ګډون نه دی کړی، ځکه چې د میرمن ډیکر په وینا دا غونډه ورته د خبرو اترو یو سیمه ییزه غونډه ښکاري.

د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د جنوبي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم سره یو ځای د افغانستان د اړوندو چارو پرمخ وړلو دنده وسپارل شوې وايي چې امریکا د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون نه کوي.

میرمن دیکر د پنجنشبې په ورځ اکتوبر درېیم (تلې ۱۲) یو شمیر افغان خبریالانو سره د متحده عربي امارانو د دوبۍ ښار څخه یو انلاین خبري کنفرانس ته په وینا کې په روسیه کې د جمعې په ورځ د مسکو فارمټ په غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د استازي د ګډون په اړه وویل چې واشنګټن هیڅکله هم د مسکو د فارمټ په غونډو کې ګډون نه دی کړی، ځکه چې د امریکا د سفارت د شارژدافیرې په وینا دا ورته د خبرو اترو یو سیمه ییزه غونډه ښکاري.

میرمن ډیکر وویل: "خو دا د امریکا د متحده ایالاتو لپاره اړینه نه ده چې په دې ټولو [غونډو] کې ګډون وکړي. بنآ مونږ به د مسکو فارمت د راتلوونکې غوندې [جمعې د ورخې] هرې پایلې ته د امریکا له خوا د سپارلو وړ لیوالتیا له مخې کتنه وکړو، خو مونږ په کې ګډون نه کوو".

د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د جمعې په ورځ اکتوبر څلورم (تلې ۱۳) لیکلي چې د مسکو فارمټ غونډه د کابل د غرمې پرمهال پیل شوې ده.

د دغه وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي هم د ایکس په پاڼه لیکي چې د مسکو فارمټ چې پخوا د افغانستان د مسئلې د حل په موخه سيمه‌ييز نوښت گڼل کېده، د جگړې له پای وروسته [۲۰۲۱ کال اګست ۱۵] د افغانستان او سيمې ترمنځ د سياسي درک او همکاريو د پراختيا پر يو مؤثر ميکانيزم باندې بدلېږي

هغه لیکلي: "د ا.ا.ا. [طالبانو حکومت] له پيله د مسکو فارمټ ناستو کې په لوړه کچه گډون کړی. نننۍ ناسته کې يې هم د ا.ا.ا. [ طالبانو حکومت] د پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي کوي. په پام کې ده چې د ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسيې د بهرنیو چارو وزيران پر دوو اړخيزو مسايلو هم خبرې اترې ولري".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو فارمټ شپږمې غونډې کې به «اصلي تمرکز» د افغانستان د ملي مصالحې د بهیر مخې ته وړل وي. په دې غونډه د روسیې استازي تر څنګ، د پاکستان، ایران، هند، چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان استازي برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا وویل چې وزیر سرګي‌ لاوروف به د بندو دروازو تر شا د غونډې مشري کوي. نوموړې وویل چې لاوروف به د امیر خان متقي او ډلې سره یې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزې خبرې وکړې. زخاروفا په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت هم ویلي دي چې متقي به د مسکو فارمټ غونډې په څنډو کې له سرګي لاوروف سره ملاقات کوي.

زخاروفا زیاته کړه چې په دې غونډې کې به «په سیاسي، اقتصادي، د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د کابل او سیمې د حکومتونو ترمنځ د عملي تعامل زیاتوالی» هم د بحث وړ مسائيل وي.

روسیې په ۲۰۱۷ کال کې د «مسکوفارمټ» د افغانستان د بحران د حل او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاقو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ په هدف جوړ کړی دی.

مسکو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له دغې ډلې سره نژدې روابط لري خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني.

د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وویل چې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وسټ د دندې د بدلیدو سره سره لا هم افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو په لومړیتونو کې ځای لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د انتوني بلینکن له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې دوامداره دي او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري او د جنوب اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم مخې ته وړي.

کرن ډیکر وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، یوناما، نړیوال بانک او مرسته کوونکو هیوادونو، د همغږۍ دوه کلنې غونډه کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې په دې خوښې وښوده چې په دې غونډه کې د افغانستان خلکو سره د نړیوالې ټولنې ژمنې پر خپل ځای دي.

میرمن ډیکر وویل:" مونږ په دې اړه چې په افغانستان کې د ترسره شوي پریکړې او په دغه هیواد کې پرافغانانو باندې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تدوین په ترڅ کې د محدودیتونو د لګیدلو په حالت کې زمونږ مرستې څنګه خلکو ته رسول کیږي. مونږ د څارنې میکانیزم ته بیا کتنه وکړه او د شفافیت په اړه مو خبرې وکړې، مونږ په دې اړه چې د بشري مرستو څخه څنګه زیات انکشافي مرستو ته حرکت وکړو هم وغږیدو او دا چې کوم د مرسته کوونکو، ښکیلو خواو او طالبانو له اړخه څه ته اړتیاد ده، چې یو داسې فضا ته حرکت وکړو چې چیرته افغانان ددې وړتیا ترلاسه کړي چې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د ترلاسه کولو پرځای د ژوند د تیرولو لپاره پخپله امکانات ترلاسه کړي".

میرمن ډیکر په دغه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د دوحې ۴ غونډې او د رسنیو د وضعیت په ګډون په ځینو نورو مسلو اړوند د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل چې د دوحې ۴ غونډه به د کاري ډلې له خوا د جوړیدو او د نشه يي توکو او افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې په اړه د دغه ګروپ له خوا د راپور د ترتبیبولو وروسته جوړه شي. میرمن ډیکر وویل ملګري ملتونه، طالبانو نور اړخونه د کاري ګروپ د جوړولو او راپور په ترتیبولو باندې کارکوي.

د دوحې ۳ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ او جولای په اول د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د استازو او افغانستان لپاره د شاوخوا ۳۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه. په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو په مشرۍ په دې غونډه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او کروندګرو ته د بدلیل معیشت او هم په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر وړاندې په پرتو ننګونو خبرې شوې وې.

میرمن ډیکر وویل چې په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د فعالیت او د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام مسله د طالبانو له استازو سره د امریکا د متحده ایالاتو د خبرو په اجندا کې شامله مسله ده. میرمن ډیکر له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې دې خپلواکو رسنیو د فعالیت مخه نه نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG