د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د خبریالانو لپاره یو ستونزمن هېواد ګڼل شوی


د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ د کار پرمهال ۴۵ خبریالان وژل شوي چې درې یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

ارایس ایف ویلي: "په ۲۰۲۳ کال کې ټول ۴۵ خبریالان د هغوی د کار په تړاو وژل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله د وژل شویو خبریالانو شمیر کم دی په ۲۰۲۲ کال کې ۶۱ خبریالان وژل شوي وو. دا شمیر د ۲۰۰۲ کال راهیسې چې په کې ۳۳ تنه خبریالان وژل شوي وو هم د وژل شویو خبریالانو کم شمیردی. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلنو کې ۱۴۰ خبریالان وژل شوي وو چې اکثره یې په عراق او د سوریې په جګړو کې وژل شوي وو".

دغه سازمان د یکشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۳۱( مرغومې لسم) په تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره د ډیرو ستونزمنو هیوادونو په ډله کې شمیرلی دي او ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د جاسوسۍ په تور نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

همداشان د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان، افغانستان په هغو اتو هیوادونو کې شامل کړی، چې تیر ۲۰۲۳ کال په کې خبریالان وژل شوي وو.

ارایس ایف ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته رسینو باندې فشارونه زیات شوي او خبریالان په جدي ډول ځپل شوي. دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې لږ ترلږه ۲۱ خبریالان نیول شوي چې درې یې لا هم په زندان کې دي.

ددې راپور دمخه د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې پر افغان خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو فشارونه نورهم زیات شوي او دغه مرکز په دغه کال کې د یو خبریال د وژل کیدو اود ۱۹ نورو ټپي کیدو په ګډون د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پیښې ثبت کړي.

دغه مرکز د ډسمبر ۲۹(مرغومې اتم) په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې ۶۱ خبریالان نیولي چې د هغې له ډلې دوو ته یې د یو، یو کال د بند سزاګانې هم اورولي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" د يوه خبريال وژل کېدل او د ۱۹ نورو خبريالانو ټپي کېدل، د ګواښونې۸۷ او د خبریالانو د بندي کولو ۶۱ پیښې په کې شاملي دي. په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی".

په تیر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ۲۶۰ پېښې ثبت کړې وې، چې دوه پېښې په کې د خبریالانو د ټپي کېدو، ۱۱ د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۲۸ د ګواښ او ۱۱۹ د خبریالانو د نیول کېدو پېښې پکې شاملې وې.

دغه مرکز ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ثبت شویو ټولو پېښو له ډلې د رسنیو د فعالیت بندولو اته پېښې شوې وې، چې له هغې له ډلې یې پنځه پېښې له یوې اونۍ تر څو اونیو پورې په موقتي توګه وې او درې نورې رسنۍ د دوه خبري ویب پاڼو او یوې راډیو په ګډون اوس هم د فعالیت اجازه نه لري.

پر دې سربېره ددغه مرکز د راپور له مخې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو د مدیرانو او خبریالانو لپاره د محاکمې لږ تر لږه پنځه غونډې جوړې شوې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د یو بل راپور له مخې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان راپور ته په غبرګون کې ملي تلویزیون ته چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ په بشپړې ازادۍ سره د اسلامي ارزښتونواو قانوني کړنلارو له مخې فعالیت کوي.

ښاغلي مجاهد تیره اونۍ د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپورته هم غبرګون ښودلی و او ویلي وو، چې په افغانستان کې رسنۍ تر فشار لاندې نه دي او ازاد فعالیت کوي.

خو ښاغلي مجاهد ویلي و چې هغه رسنۍ چې د ملي ګټو پرخلاف یې فعالیت کوه تنبیې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG