د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې پر افغان خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو فشارونه نورهم زیات شوي او دغه مرکز په دغه کال کې د یو خبریال د وژل کیدو اود ۱۹ نورو ټپي کیدو په ګډون د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پیښې ثبت کړي.
دغه مرکز د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۹(مرغومې اتم) په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې ۶۱ خبریالان نیولي چې د هغې له ډلې دوو ته یې د یو، یو کال د بند سزاګانې هم اورولي دي.
په دې راپور کې ویل شوي:" د يوه خبريال وژل کېدل او د ۱۹ نورو خبريالانو ټپي کېدل، د ګواښونې۸۷ او د خبریالانو د بندي کولو ۶۱ پیښې په کې شاملي دي. په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی".
په تیر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ۲۶۰ پېښې ثبت کړې وې، چې دوه پېښې په کې د خبریالانو د ټپي کېدو، ۱۱ د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۲۸ د ګواښ او ۱۱۹ د خبریالانو د نیول کېدو پېښې پکې شاملې وې.
دغه مرکز ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ثبت شویو ټولو پېښو له ډلې د رسنیو د فعالیت بندولو اته پېښې شوې وې، چې له هغې له ډلې یې پنځه پېښې له یوې اونۍ تر څو اونیو پورې په موقتي توګه وې او درې نورې رسنۍ د دوه خبري ویب پاڼو او یوې راډیو په ګډون اوس هم د فعالیت اجازه نه لري.
پر دې سربېره ددغه مرکز د راپور له مخې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو د مدیرانو او خبریالانو لپاره د محاکمې لږ تر لږه ۵ غونډې جوړې شوې دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، دا محکمې د لسو خصوصی رسنیو د مسوولینو تورونو ته د غیابي رسېدنې او د ملي راډیو تلویزیون درې کارکوونکو او د دوه خصوصي راډیوګانو مسوولینو حضوري محاکمې لپاره جوړه شوې وې، چې د ملي راډیو تلویزیون د کارکوونکو او د یوې خصوصي رسنۍ د مسوول له دوسیو پرته چې جنایی اعلان شوې، نور ټول تورن د رسنییز کار له امله تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شو.
دا راپور وايي چې د محکومو شویو له ډلې ، په اوس وخت کې د دوه رسنیو مسوولان چې هر یو یې په یو کال زندان محکوم شوي دي، د خپل محکومیت د دورې د تېرولو په حال کې دي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست او هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو په نیولو، تهدیدولو او ډارولو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ازادو رسنیو او د بیان د ازادۍ ځپلو مسؤلیت پر غاړه درلود او ډیرې هڅې یې وکړې، ترڅو رسنیزې کړنلارې په شدت او جدیت سره پلې کړي.
په ورته وخت کې دا راپور وايي چې طالبانو د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپل ځانګړي کمیسیون له لارې شکایتونو او سرغړونو باندې د غور په برخه کې دهڅو سربېره، دا کمیسیون د استخباراتو او امر بالمعروف د استازو د واک او فشار له امله، د وضعیت ښه کولو په برخه کې د پام وړ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی او تر دې چې په ځینو برخو کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض عامل او سبب شوي دي.
د طالبانود حکومت د رسنیو کړنلارې
دغه مرکز په افغانستان کې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو د حکومت له خوا خبریالانو او رسنیو ته ۱۴ خپرو شویو کړنلارو ته هم اشاره کړې او ویلي چې دغو خپرو شویو کړنلارو له مخې پر خبریالانو او رسنیو باندې لګیدلي محدودیتونه د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې لامل شوي دي.
دغه تراوسه دغه خپرې شوې ۱۴ کړنلارې د رسنیزو چارو اړوند پراخې برخې رانغاړي، چې په ملي راډیو ټلویزیون کې د ښځو کار منع کول، د لاریونونو او مدني اعتراضونو د خبري پوښښ منع کول، د خبرونو او راپورونو په چمتو کولو او خپرولو کې د محدودیتونو لګول او د محتوا تولید، طالبانو ته د افغانستان د حکومت په توګه خطاب، د موسیقۍ په خپرولو بندیز، د ښځینه ژورنالیستانو باندې د مخ پټول جبري کول، په ډرامو او د رسنیو په تفریحي پروګرامونو کې د ښځو شتون منع کول، په رسنیو کې د نارینه وو او ښځینه وو د ځای جلا کول او له ښځو سره د نارینه وو او له نارینه وو سره د ښځو په مرکو بندیزونه په کې شامل دي.
همداشان د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره له مرکو د رسنیو منع کول، په افغانستان کې د نړیوالو راډیوګانو او ټلویزیونونو پر خپرونو بندیز، د مسؤلو چارواکو له همغږۍ پرته د سیاسي، امنیتي او ټولنیزې محتوا لرونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرېدو بندیز، د طالبانود حکومت په چارواکو د نیوکې بندیز، د هلمند په رسنیو کې د ښځو د غږ په نشر بندیز، او له "ممنوعه رسنیو" سره پر همکارۍ بندیز د هغه صادرو شویو کړنلارو څخه دي، چې ټولې یې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په جدي توګه پلې شوي دي.
که څه هم دغه مرکز وايي چې په دغه رسنیزو کړنلارو کې د خبریالانو او رسنیو له لورې د هغې د نه عملي کیدو په صورت کې د پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښیي، چې کومو خبریالانو دغه کړنلارې له پامه غورځولي دي، هغوی ګواښل شوي او یا بندیان شوي دي او یا یې رسنۍ له دایمي او موقتي بندیز سره مخ شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه راپور کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د جدي سرغړونې د دوام په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او له طالبانو څخه یې غوښتي دي چې د رسنیو غیر قانوني کړنلارې لغوه کړي او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون او د رسنیو قانون، چې پخوا یې د عملي کیدو وړ ګڼلي وو، د دغو قوانینو له مخې د ازادو رسنیو فعالیت ته زمینه برابره کړي او ورڅخه ملاتړ وکړي.
تیرو دوو کلنو کې د رسنیو وضعیت
په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د روان کال د اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.
دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.
دغه راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو خپل کار پریښی دی او د نږدې ۱۲ زرو ښځینه او نارینه خبریالانو چې د ۲۰۲۱ کال کې یې په دغه هیواد کې کار کوه د دریو څخه له دوه برخو زیاتو یې خپل مسلک پریښی دی. په تیرو دوو کلنو کې رسنۍ له منځه تللو سره مخ شوي دي".
"ار ایس ایف" په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.
په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.
فورم \ دبحث خونه