د لاس رسي وړ اتصالات

معلوماتو ته د لاس رسي نړیواله ورځ؛ طالبانو دایکنډي ولایت کې یوه راډیو وتړله


د افغان خبریالانو یو مرکز وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو د حکومت له خوا رسنیو او خبریالانو ته د خبرې پوښښ په برخه کې ۱۳ خپرې شویو کړنلارو په افغانستان کې معلوماتو ته د خبریالانو لاس رسی ډیر محدود کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۲۸(تلې پنځم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغو کړنلارو په افغانستان کې د رسنیو د او خبریالانو د معلوماتو د ټولولو چارې په بې ساري ډول د شاتګ سره مخ کړي دي.

دغه مرکز ویلي: "په ملي تلویزیون د ښځو د کار مخنیوی" د طالبانو لومړنۍ کړنلاره وه، چې په دغه رسنۍ کې له کار څخه د ښځو د محرومیدلو سبب شو".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو لږ وروسته د افغانستان په دولتي تلویزیون "ملي تلویزیون" کې ددغه تلویزیون ودانۍ ته د ښځینه کارکوونکو ننوتلو ته اجازه ورنکړه. اوس مهال په دغه رسنۍ کې هیڅ ښځینه کارکوونکي کار نه کوي.

د سپټمبر ۲۸ په نړۍ کې معلوماتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د اعتراضیه لاریونونو پر پوښښ ورکولو باندې بندیز ددغې ډلې له خواد معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د دوییم محدودیت په توګه یاد کړی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۷ په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې په هر ډول لاریونونو بندیز ولګوه، چې د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې د اعلامیې د خپریدو وروسته یې په شفاهي ډول رسنیو ته هم وویل شو، چې ددې وروسته د لاریونونو د خبري پوښښ څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز پخواني رئیس قاري محمد یوسف احمدي د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په ۲۸ په دې برخه کې خبریالانو ته نوې کړنلاره اعلان کړه.

همداشان ددغه مرکز د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني نشراتي معین ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په میاشت کې یوه شپږ ماده ایزه نوې کړنلار اعلان کړه، جې له مخې یې افغانستان کې سنۍ باید د طالبانو حکومت ته اسلامي امارت ووايي، چې ددغه مرکز له نظره رسنۍ دې ته اړ باسي، چې د" طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني".

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

همداشان په غږیزو او تصویرې رسنیو کې پر موسیقي خپرولو بندیز، تلویزیوني رسنیو کې په سریالونو او فلمونو کې د ښځو شتون باندې بندیز، د سړیو سره د ښځو او د ښځو سره د سړیو مصاحبو بندیز، منع شویو رسنیو سره چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د خپرونو جواز ونلري په کار بندیز، د ښځینه او نارینه خبریالانو ګډ ټرینیګونه او د طالبانو د حکومت مخالفانو سره په مرکو بندیز، د نورو دغسې کړنلارو په توګه یادې کړي دي.

همداشان دغه مرکز د نړیوالو رسنیو د تلویزیوني خپرونو په خپرولو بندیز او داسې اعلانونو په خپرولو بندیز، چې سیاسي، امنیتي او ټولنیزه محتوا ولري هم په دغو کړنلارو کې یادې کړي دي.

دغه مرکز ویلي: "د دغو کړنلارو او د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] د جدیت څخه د افغانستان د خبریالانو د مرکز ارزونه دا ښيي، چې په ډیر زیات ګمان سره د رسنیو د قانون د تعدیل طرحه به ژر توشیح او نافذ شي".

د طالبانو حکومت ویلي، چې د پخواني جمهوري رژیم د رسنیو قانون د هغو برخو پرته چې د طالبانو د حکومت د پالیسو سره په ټکر کې دي دغه قانون یې منلی او ژر به د طالبانو د مشر له خوا توشیح شي.

معلوماتو ته د لاس رسي د سروې پایلې

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه، چې په افغانستان کې یې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې تازه یوه سروې کړې وايي، په دغه سروې کې یوازې ۲۸ فیصده خبریالان د طالبانو تر واک لانې معلوماتو ته د لاس رسي د بهیر څخه رضایت ښودلی دی.

دغې ټولنې د معلوماتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې سروې پایلې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۲۸ ( تلې پنځم) خپرې کړي، چې د سروې ګډون کوونکو په انکشافي، ټولنیز، اقتصادي، تعلیمي او تربیتي، روغتیا، ورزشي، حقوقي او جنايي برخو کې معلوماتو ته د لاس رسي په اړه خپل نظریات د سروې کوونکو سره شریک کړي دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې ویلي: "۲۸.۴ ګډونکوونکو معلوماتو ته له لاس رسي رضایت درلود او ۱۹ فیصدو معلوماتو ته خپل لاس رسی ښه ښودلی دی. په دې سروې کې ۲۹.۳ فیصدو په انکشافي چارو کې ۲۴.۲ فیصدو په ټولنیزو چارو کې، ۲۷.۳ فیصدو په تعلیمي چارو کې، ۲۹.۱ فیصده په روغتیايي چارو کې، ۳۶.۶ فیصده په ورزشي چارو کې ۲۴.۲ فیصدو په حقوقي چارو او ۲۰.۵ فیصدو په جنايي چارو کې معلوماتو ته د لاس رسي څخه رضایت ښودلی دی".

دغې ټولنې معلوماتو ته د لاس رسی د افغانستان د خلکو یو اساسي حق ګڼلی او ویلي دي، چې د تیرکال پرتله افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي کچه لوړه شوې ده.

د نسیم راډیو تړل کیدل

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بله اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو سیمه ییز حکومت د دایکنډي په ولایت کې نسیم په نوم یوه سیمه ییزه راډیو د سه شنبې په ورځ تړلې ده.

دغه مرکز ویلي، چې د چهارشنبې د ورځې ۱۲ بجې د سپټمبر۲۷ (تلې څلورم) د طالبانو امنیتي ساتوونکو پر دغې راډیو سټیشن باندې برید وکړو د راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي ونیول او د راډیو دفتر یې مهرلاک کړ.

ددې مرکز د معلوماتو له مخې ښاغلي جوادي او ددغې راډیو دوه نور خبریالان طالبانو په توقیف کې د پنځه ساعته تیرولو وروسته خوشې شوي خو راډیو لا هم تړلې ده.

تراوسه لا طالبانو ددغې راډیو د تړلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو تفصیلي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

دغه راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو خپل کار پریښی دی او د نږدې ۱۲ زرو ښځینه او نارینه خبریالانو چې د ۲۰۲۱ کال کې یې په دغه هیواد کې کار کوه د دریو څخه له دوه برخو زیاتو یې خپل مسلک پریښی دی. په تیرو دوو کلنو کې رسنۍ له منځه تللو سره مخ شوي دي".

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG