د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې د سیاسي ګوندونو اړوند رسنیو فعالیتونه ارزو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر رسنیو د فشارونو په دوام د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د سیاسي ګوندونو پورې د تړلو ټولو رسنیو د فعالیتونو د ارزونې پریکړه یې کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیر‌الله خیرخواه، د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۹ (وږي ۲۸) په دغه وزارت کې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون د لومړنۍ غونډې د جوړیدو وروسته خبریالانو ته وویل، چې هیڅ کومې رسنۍ ته به په خپلسر د فعالیت اجازه ورنکړي.

ښاغلي خیرخواه خبریالانو ته وویل: "مثلآ هغه رسنۍ، چې مبصر صاحب مخ ته اچولي دي او بیا د سیاسي اغراضو او یا د تنظیمي اغراضو لپاره بشپړ ډول استعمالیدلې ایا هغه ددې وړ دي، چې فعالیت وکړي، ایا هغه واقعآ خپل مسوولیت ادا کولی شي".

ملا خیرخواه وویل، چې پریکړه یې کړې، چې دغسې رسنۍ وارزوي او د ارزونو په ترڅ کې به دا معلومه شي، چې دا رسنۍ د ملت په ګټه او که په ضرر فعالیت کوي.

ښاغلي خیرخواه وویل: "اوس هم داسې خلک هغه کې شته، چې دباندې د خپلو مخالفتونو لپاره په کې زمینه برابروي هغه مونږ ارزیابي کوو د خپلو تخطیو مطابق یې محکمې ته سپارو، چې فورآ پرې پریکړه وکړي".

د طالبانو حکومت په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د تیر رژیم (جمهوریت ) د رسنیو د قانون پر اساس په افغانستان کې د رسنیو د سرغړونو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په مشرۍ د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمیسیون جوړ کړی دی، چې د سه شنبې په ورځ یې خپله لومړنۍ غونډه وکړه.

د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون په غونډه کې، چې د بندو دروازو شاته جوړه شوې وه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوړپوړو چارواکو د ګډون سربیره د خپلواکو رسنیو ځینو غړو هم په کې برخه اخیستې وه.

تیر۱۴۰۱ لمریز کال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي و، چې حکومت یې د تیر رژيم د رسنیو قانون کې کومه ستونزه نه ویني او د همدې له امله یې په ځینو برخو کې د تعدیل د راوستلو وروسته دا قانون د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته د توشیح لپاره استولی دی.

افغانستان کې د دولتي، خصوصي او ازادو رسنیو سربیره د رسنیو د قانون له مخې د سیاسي ګوندونو اړوند ځینې رسنۍ هم فعالیت کوي.

که څه هم د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د ډیرو سیاسي ډلو مشران او چارواکي، چې په افغانستان کې یې رسنۍ تاسیس کړې وې له دغه هیواد څخه ووتل، خو ددغو ډلو پورې تړلو ځینو رسنیو لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي د اګست ۱۶ (زمري ۲۵) کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل،چې سیاسي ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت ګټې پکې خوندي دي او نه یې هم ملت غواړي.

هغه وویل: "په هیڅ ډول [ د سیاسي ګوندونو فعالیت ته] جواز نه ورکوو".

افغانستان کې د اوږدې مودې راهیسې سیاسي ګوندونه فعالیت کوي او په تیرو شاوخوا پنځه لسیزو کې ددغه هیواد په سیاسي او ټولنیزو وضعیت کې یو شمیر سیاسي ګوندونو مخامخ اغیز لرلې دی.

د ۱۳۵۷ لمریزکال کودتا د خلق دیموکراتیک ګوند په مشرۍ شوې وه، چې ددغې کودتا وروسته د تیرو څه باندې څلور لسیزو راهیسې د افغانستان وضعیت د همدې کودتا څخه د زیږیدلو حالاتو پورې تړاو لري.

د ۲۰۰۱ کال په پای کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدو وروسته د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ په پیل کې تر ۱۱۰ پورې سیاسي ګوندونو فعالیت پیل کړ، چې وروسته په ۲۰۰۹ کې د عدلیې وزارت له خوا د سیاسي ګوندونو په قانون کې د بدلون له امله دغه وزارت سره شاوخوا ۶۰ سیاسي ګوندونه ثبت شوي و.

په دغو ګوندونو کې د پخوانیو مجاهدینو او د نورو پخوانیو سیاسي جریانونو پورې د تړلو ګوندونو سربیره یو شمیر نوي ګوندونه هم شامل و.

د پخوانیو مجاهدینو د ډلو اړوند ځینو ګوندو په تیرو شاوخوا یوویشت کلنو کې په افغانستان کې څو تلویزیوني شبکې هم تاسیس کړې وې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د سیاسي ګوندونو اړوند رسنیو د ارزونې او احتمالي بندیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د رسنیو د ملاتړ نړیوالې او افغان ادارې وايي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیر څه باندې دوو کلنو کې د اقتصادي ستونزو په ګډون د بیلابیلو ستونزو او ننګونو له امله په سلګونو رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د ازادو خبریالانو د ټولنې د معلوماتو پراساس ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

ددغې ټولنې د شمیرنو له مخې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو تفصیلي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو خپل کار پریښی دی او د نږدې ۱۲ زرو ښځینه او نارینه خبریالانو چې د ۲۰۲۱ کال کې یې په دغه هیواد کې کار کوه د دریو څخه له دوه برخو زیاتو یې خپل مسلک پریښی دی.

کابل کې یوې ښځینه خبریالې چې لا هم د یو تلویزیون سره کار کوي ار ايس ایف ته ویلی وو: "د هرې ورځې په تیریدو وضعیت لا خرابیږي".

دغې خبریالې، چې په راپور کې یې نوم نه دی ښودل شوی ویلي: "د یوې خبریالې په توګه زه هرڅه چې ترسره کوم باید دوه ځلې په اړه یې فکر وکړم".

د ازادو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت الله مجددي په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د ښه کیدلو لپاره د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت په ګډون د مالي ملاتړ ترڅنګ د خبریالانو او رسنیو لاس نیوي په اړتیا باندې ټینګار کوي.

د طالبانو حکومت په تیرو دریو میاشتو کې تر ۱۲ پورې افغان خبریالان په یو شمیر ولایتونو کې نیولي و، چې اکثریت یې د څو اونیو بند تیرولو وروسته خوشې شوي خو افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون ځینې لا هم د طالبانو سره په بند کې ورځې شپې تیروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG