د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سیمه ییز خبریال روح الله سنګر خوشې کړی


د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ ځینې ادارې وايي چې د طالبانو حکومت د پروان په ولایت کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر دوې ورځې بندي کړی و او نن سه شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۸) بېرته خوشې کړی.

روح الله سنګر د یکشنبې په ورځ ډسمبر۱۷( لیندۍ ۲۶) د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د طالبانو د حج او اوقافو په ریاست کې د یو خبر د چمتو کولو پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له خوا د ښاغلي سنګر نیول د قانون پرخلاف و او د یو خبریال په توګه باید چې ازادي یې نه وه سلبه شوې.

دغه مرکز ویلي چې روح الله سنګر سه شنبې دپه ورځ د پروان په ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له ریاست څخه خوشې شوی او خپل کورته ستون شوی دی.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی شمس الرحمان صدیقي هم د روح الله سنګر خوشې کیدل تائید کړي دي ، خو د هغه د نیولو د علت په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په پروان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو له قوله لیکلي چې ښاغلی سنګر له افغانستان بهر رسنیو سره د اړیکو په تړاو نیول شوی و او په ضمانت خوشې شوی دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نۍ) د دغه خبریال د نیولو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي وو: "که څه هم په پروان کې سیمه ییزې سرچینې د ښاغلي سنګر نیول تائیدوي، خو د هغه د نیول علت په اړه څه نه وايي. په تیرو څو ورځو کې رسنۍ د هیواد په مختلفو برخو کې د خبریالانو پر وړاندې د پراخه غیر اصولي ګړنو شاهدې وې اودغه وضعیت د جدي اندیښنو سبب شوی دی."

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دغې ادارې د طالبانو له بند څخه د روح‌الله سنگر د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه او د خبریالانو په کاري خپلواکۍ او د رسنیو په چارو کې په نه لاس وهنې یې ټینګار کړی وو.

نۍ په دې اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د کمیسیون څخه غوښتي چې د خپلو قانوني صلاحیتونو څخه دې کار واخلي او د خبریالانو د نیولو مخه دې ونیسي.

نۍ په کندهار کې د تمدن د تلویزیون د خبریال عبدالرحیم محمدي او د پروان په ولایت کې د خبریال ضمیر ظهیر نیولو، په دایکنډي ولایت کې د نسیم سیمه ییزې راډیو د مسوول مدیر محاکمې او د خورشنید د تلویزیون د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات د مړینې پیښې ته په اشارې ویلي چې په وروستیو اونیو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.

په دې اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه ددغو پیښو په اړه د وضاحت غوښتنه هم شوې ده. په عین وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه جلا اعلامیه کې په فوري ډول د روح الله سنګر د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

دغه مرکز ویلي: " د افغانستان د خبریالانو مرکز د سیمه ییزې ادارې غواړي چې ددغه خبریال څخه هرډول شکایت چې لري د رسنیو د قانون پر اساس د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د کمیسیون له لارې دې تعقیب کړي".

ددغه مرکز ویلي چې اوس مهال د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي او د دایکنډي په ولایت کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د روان ۲۰۲۳ کال اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو تفصیلي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG