د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ: راشد خان د جنوبي افریقا خلاف سیالیو کې برخه لري


راشد خان د نومبر په میاشت کې په هند کې د ۵۰ اوریز نړیوال جام وروسته د ملا جراحي عملیات کړي دي.
راشد خان د نومبر په میاشت کې په هند کې د ۵۰ اوریز نړیوال جام وروسته د ملا جراحي عملیات کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پنجشنبې سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۲) اعلان وکړ چې نامتو لوبغاړی راشد خان د جنوبي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل شوی دی.

راشد خان ته د ملا د درد له کبله ډاکټرانو د ارام کولو مشوره ورکړې وه او له همدې کبله له نیوزیلنډ سره د ټیسټ لوبې لپاره په لوبډله کې شامل نه وو.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټیسټ یوازنۍ لوبه چې ټاکل شوې وه د سپتمبر په نهمه د هند په ګرېټر نیوډا کې پیل شوې وای، د باران له کبله ځنډېدلې او د لغوه کېدو احتمال یې ښودل شوی دی.

راشد خان د نومبر په میاشت کې په هند کې د ۵۰ اوریز نړیوال جام له لوبو وروسته د ملا جراحي عملیات کړي دي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، هغه اوس بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی.

له جنوبي افریقا سره د افغانستان د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کیږي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د توپ وهنې پرانیستونکی لوبغاړی ابراهیم ځدران په دغه لړۍ کې برخه نلري.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي: "افغانستان به [له جنوبي افریقا سره په سیریز کې] د خپل تکړه سپېنر راشد ګډون ولري، خو تکړه اوپنر ابراهیم ځدران په چپه پښه کې د درد له امله له لوبې بهر شوی دی."

کرکټ بورډ ویلي چې بل سپین توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدران هم لا تراوسه د ګوتې له درد څخه نه دی روغ شوی.

د ابراهیم ځدران په نشتوالي کې، د افغانستان په لوبډله کې توپ وهونکي درویش رسولي او عبدالمالک شامل شوي چې د شپږیزې په کورني ټورنمنټ کې یې پیاوړې لوبه کړې وه.

د لوبډلې کپتاني به حشمت الله شهیدي کوي.

د افغانستان او جنوبي افریقا دغه لوبې د سپتمبر په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه د شارجې په لوبغالي کې ترسره کیږي. له دې سره به شارجه د نړۍ لومړنی لوبغالی شي چې د ۲۵۰ یو ورځنیو لوبو کوربه توب کوي.

د افغانستان په لوبډله کې د کپتان حشمت الله شهیدي برسېره رحمت شاه، رحمان الله ګربز، اکرام علي خېل، عبدالمالک، ریاض حسن، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ او فرید احمد برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG