د لاس رسي وړ اتصالات

د هند 'نامجهزه' میدان کې په بادپکو د افغانستان او نیوزیلنډ د لوبې د ژغورلو هڅه کیږي


د هند د ګریټر نویډا لوبغالي کې د افغانستان او نیوزیلنډ د لوبې وړاندې د سه شنبې په سهار د نور باران کیدو د امکان له کبله د لوبغالي ځینې برخې په ترپالانو پوښل شوې وې.
د هند د ګریټر نویډا لوبغالي کې د افغانستان او نیوزیلنډ د لوبې وړاندې د سه شنبې په سهار د نور باران کیدو د امکان له کبله د لوبغالي ځینې برخې په ترپالانو پوښل شوې وې.

د هند په یو لوبغالي کې مسئولینو سه شنبې سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) هڅه کوله چې د بادپکو په مرسته لوبغالی وچ کړي او د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټیسټ یوازنۍ لوبه له لغوه کېدو څخه وژغوري.

ټاکل شوې وه چې دا لوبه پرون پیل شوې وای، خو پلازمینې نوي ډیلي ته څېرمه د ګریټر نویډا په لوبغالي کې د باران په نتیجه کې په میدان کې د رطوبت له کبله لوبه ځنډېدلې ده.

د سه شنبې په سهار د باران کیدو د امکان له کبله د لوبغالي ځینې برخې په ترپالونو پوښل شوې وې او د لوبغالي کارکوونکو د بادپکو په مرسته د لوبغالي د لوندو ساحو د وچولو هڅه کوله.

د لوبې د لوبڅارانو ډلې نن په ځايي وخت ماسپښین درې بجې د میدان د وضعیت او د لوبې د پیل کېدو د شونتیا جاج واخیست او لوبه یې د دوهمې ورځې لپاره وځنډوله.

د هند د ګریټر نویډا لوبغالي کارکوونکي د افغانستان او نیوزیلنډ د ټیسټ لوبې له پیل کېدو وړاندې د بادپکو په مرسته د لوبغالي د وچولو هڅه کوي.
د هند د ګریټر نویډا لوبغالي کارکوونکي د افغانستان او نیوزیلنډ د ټیسټ لوبې له پیل کېدو وړاندې د بادپکو په مرسته د لوبغالي د وچولو هڅه کوي.

د ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې دغه لوبغالی "نامجهزه او بې نظمه" بللی چې د ورځپاڼې په خبره، د باران وروسته د وچ کېدو سیستم او نور اړین کافي امکانات نلري. د میدان ځینې لندې برخې کیندل شوي ترڅو وچه خاوره او تازه چمن پکې ځای پر ځای کړي.

که څه هم سه شنبې لمر و، خو د څو ورځو موسمي بارانونو وروسته په دوهمه ورځ هم د لوبې د پیل کېدو لپاره لوبغالی نابرابر وښودل شو. افغانستان د ۲۰۱۷ راهیسې په دغه لوبغالي کې د ګڼو ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو کوربه توب کړی دی.

د هند د ګریټر نویډا لوبغالي ځینې لندې برخې کیندل شوي ترڅو وچه خاوره او تازه چمن پکې ځای پر ځای کړي.
د هند د ګریټر نویډا لوبغالي ځینې لندې برخې کیندل شوي ترڅو وچه خاوره او تازه چمن پکې ځای پر ځای کړي.

د هند کرکټ بورډ افغان لوبډلې ته وړاندیز کړی چې د ګریټر نویډا برسېره د هند د لکنو او دیرادون ښارونو لوبغالي د تمرین او سیالیو لپاره وکاروي. که څه هم افغان لوبډلې د نیوزیلنډ سره د ټیسټ لوبې لپاره د لکنو یا دیرادون لوبغالي غوره ګڼلي وو، خو په دغو لوبغالو کې ځايي ټورنمنټونه دوام لري.

د فرانس پرس د راپور له مخې، افغان لوبډله ددغه وضعیت په اړه په زغرده له انتقاد کولو څخه ځکه ډډه کوي چې نه غواړي د هند له کرکټ بورډ سره خپلې اړیکې ترینګلي کړي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ یو مسئول وویل: "دا خورا خراب وضعیت دی. موږ به هیڅکله بیا دلته رانشو." دا د افغانستان لسمه ټیسټ لوبه ده.

د نیوزیلنډ لوبډلې سمدستې غبرګون نه دی ښودلی چې له دې وروسته د سري لانکا سره د دوو ټیسټ لوبو لپاره هغه هېواد ته ځي او ورپسې بېرته هند ته ستنیږي جې له هند سره درې ټیسټ لوبې وکړي.

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور پراساس برابر شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG