د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ټیسټ لوبه؛ افغان لوبغاړي د تمرین لپاره هند ته لاړل


افغان لوبغاړي له نیوزیلنډ سره له لوبې وړندې هند ته رسېدلي دي.
افغان لوبغاړي له نیوزیلنډ سره له لوبې وړندې هند ته رسېدلي دي.

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ټیسټ لوبې ته د تیاري او تمرین په موخه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چهارشنبې اګست ۲۸ (وږي اوومه) هند ته ورسېده.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنخ د اتصالات جام یوازنۍ ټیسټ لوبه د سپتمر له نهمې تر ۱۲مې د هند په ګریټر نویدا کې ترسره کیږي. دا لومړی ځل دی چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ټیسټ لوبه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، هند ته د لوبډلې له تللو وړاندې د بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف په کابل کې له لوبغاړو سره کتلي او "له هغوی سره یې خپلې مهمې سپارښتنې شریکې کړي دي."

هند ته په تللې ډله کې ۲۰ لوبغاړي شامل دي چې د نیوزیلنډ سره د لوبې لپاره به ۱۱ لوبغاړي له همدې ډلې څخه ټاکل کیږي.

د کرکټ بورډ لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دغه ډله کې د کپتان په توګه د حشمت الله شهیدي برسیره، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.

د کرکټ بورډ په حواله، میرویس اشرف ویلي: "په کورني کرکټ کې مو ځينې ځوان او پياوړي لوبغاړي ترلاسته کړل چې له نېکه مرغه اوس د ټېسټ په نوملړ کې هم ځای ورکړل شوی دی. او هیله لري چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ ته به هم اضافه کړل شي."

افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړو ته یې له نیوزیلنډ سره سیالۍ ته د چمتووالي لپاره، له شپږېزې وړاندې د ننګرهار په ولایت کې کمپ تنظیم کړی و، چې د کرکټ بورډ په وینا، موسم یې د هند له موسم سره نسبتاً ورته والی لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG