د لاس رسي وړ اتصالات

افغان بالر نوید ځدران ژوبل شوی او له نیوزیلنډ سره په لوبه کې نشته


نوید ځدران د ژوبلېدو له کبله د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنخ په ټیسټ لوبه کې ګډون نه کوي.
نوید ځدران د ژوبلېدو له کبله د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنخ په ټیسټ لوبه کې ګډون نه کوي.

د افغانستان بالر نوید ځدران د ژوبل کېدو له کبله راتلونکې اونۍ د نیوزیلنډ سره په لوبه کې برخه نلري.

د نیوزیلنډ سره د کرکټ ټیسټ لوبه د افغانستان په کوربه توب د دوشنبې په ورځ په هند کې پیل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ جمعه سپتمبر شپږمه (وږي ۱۶)، په دې لوبه کې د نوید ځدران د نه ګډون لامل د هغه په ملا کې درد وښود.

دغه ۱۹ کلن لوبغاړي د افغانستان لپاره په دوو ټیسټ لوبو کې ګډون کړی او نهه لوبغاړي یې سوځولي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله اعلامیه کې ویلي چې ډاکټرانو نوید ځدران ته د دوو تر دریو اونیو استراحت توصیه کړې ترڅو وکولای شي د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ ددې میاشتې د یو ورځنیو لوبو نړیوال سیریز ته چمتو شي.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ په لوبه کې د افغانستان نامتو لوبغاړی راشد خان هم د ملا د درد له کبله ګډون نه کوي.

د افغانستان ملي لوبډله له نیوزیلنډ سره یوه ټیسټ لوبه کوي چې ټاکل شوې د سپتمبر له نهمې تر ۱۲مې دوام وکړي.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د سپتمبر په ۱۸مه په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG