د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره درې یوه ورځنۍ سیالۍ کوي


د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې تر دې دمه له جنوبي افریقا له ملي لوبډلې څخه کومه لوبه نه ده ګټلې
د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې تر دې دمه له جنوبي افریقا له ملي لوبډلې څخه کومه لوبه نه ده ګټلې

د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشبنې په ورځ جولاۍ ۳۱(زمری لسمه) اعلان وکړ چې ملي لوبدله به د روان کال په سپتمبر کې له جنوبي افریقا سره درې یوه ورځنۍ لوبې او د ۱۹ کلنو لوبډله به یې په نومبر کې له پاکستان او متحدو عربو اماراتو سره لوبې کوي.

له جنوبي افریقا سره به لوبې په متحدو عربو اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب کېږي چې په ترتیب سره به د سپتمبر په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۳مه وي.

دا به لومړی ځل وي چې افغانستان له جنوبي افریقا سره د دریو لوبو لړۍ کوي.

افغان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د سپتمبر په میاشت کې له نیوزلنډ سره د ټست یوه لوبه هم کوي. د ټست دا لوبه به په هند کې د افغانستان په کوربتوب وشي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اعلامیې کې د بورډ د مشر میرویس اشرف له خولې ویل شوي دي: «دا د هغو دوه اړخیزو مناسباتو او نېکو اړیکو پایله ده چې له امله یې موږ د سویلي افریقا په څېر له سترو لوبډلو سره لوبې تنظیموو او هیله من یم چې داسې او ورته نورې ډېرې دوه اړخیزې سیالۍ هم ولرو.»

افغان کرکټ بورډ وايي چې ژر به د دغو لوبو لپاره د لوبغاړو نومونه (سکواډ)‌هم اعلان کړي. د بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې له بنګله دېش سره هم خبرې روانې دي‌ او د لوبو د نېټو له ټاکل کېدو وروسته به یې اعلان وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ همدغه راز اعلان کړی چې د ۱۹ کلنو لوبډله به یې د متحدو عربو اماراتو او پاکستان سره په یو درې اړخیز سیریز کې مخامخ شي.

د دغو دریو هېوادونو ترمنځ د لوبو دا لړۍ د نومبر په ۱۵ نېټه پېلېږي او په ۲۶ ختمېږي.

افغانستان داسې مهال د دغو لوبو مهالوېش اعلان کړی چې ټاکل شوې بل کال د چمپین ټرافي په یوې ورځنیو سیالیو کې ګډون وکړي. د چمپین ټرافي لوبې په پاکستان کې دي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د سر اته غوره لوبډلې په کې برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG