د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي لوبغاړو له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي


د کرکټ ملي لوبغاړو له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین وکړي او هغوی دې له دغې لاعلاجې ناروغۍ څخه وژغوري.

دا مهال په کندز ولایت کې د افغانستان په کچه " غازي امان الله خان لسټ ای" کرکټ سیالۍ روانې دي چې خلک یې نندارې ته راټول شوي او د کرکټ ملي لوبغاړي هم ورته راغلي دي.

دغه لوبغاړي چې د سپورټ له لارې خلکو ته خوښي وربښي، تر څنګ یې دا هم خپل مسؤولیت ګني چې د عامه پوهاوي له لارې د پولیو او نورو ساري ناروغیو له خطرونو څخه خلک خبر کړي، ځکه د دوی له خولې دا پیغامونه ډېر اغېزمن دي.

په دې وروستیو کې د پولیو ویروس یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، دې ستونزې ته په کتو سره، د کرکت ټیم ملي لوبغاړو هم له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي او له بیلابیلو ناروغیو یې وژغوري.

د ملي ټیم او په روانو سیالیو کې د ماهیپر د لوبډلې لوبډل مشر، حشمت الله شهیدي امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې ګوزڼ یوه ګواښوونکې ناروغي ده او د ماشومانو د ښه روغتیا لپاره باید کورنۍ هیڅ ډول بې غوري ونه کړي.

شهیدي وویل: "باید خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین قطرې ورکړئ ځکه واکسین د انسان راتلونکي لپاره ضرور دی او د نه ورکولو له امله بیا په ځواني کې ورته د پښو کمزورتیا او نور مرضونه پیدا کیږي. د ګوزڼ واکسین د ماشوم لپاره ضرور ده او په ټولو افغانانو مې غږ دی چې پولیو واکسین وکړي."

د نوموړي په وینا، د ټولو افغانانو درد خپل ګڼي، او زیاتوي هغه ځوانان چې په ماشومتوب کې له واکسین پاتي او په دې لاعلاجه ناورغۍ اخته دي ورته ځوریږي، خو په خبره یې چې پکار ده له پولیو ویروس سره په مبارزه کې ټول قشرونه ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان د هر شخص لپاره ځوریږو، کله چې د خپلو افغانانو مشکلات ګورو، داسې درد احساس کوو چې زموږ خپل کور کې مشکل وي، د معلولینو په اړه هم زیات خفه کېږو."

همدا راز د ماهيپر ستورو یو بل ځوان لوبغاړی، الله نور ناصري وایي چې له کورنیو مو غوښتنه ده چې د خپلو کوچنیانو د ژغورنې لپاره دوی ته د ګوزڼ واکسین وکړي او له تلپاتې معلولیت یې وژغوري.

امریکا غږ ته وویل: "د پولیو باره کې به ټولو هېوادوالو ته دا ووایمه چې خپل ټول ماشومان دې واکسین کړي ترڅو په راتلونکي کې له معلولیت وژغورل شي."

دا سیالۍ په کندز کې د ځوانو لوبغاړو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړې شوي دي چې ملي لوبغاړي هم ورته راغلي و.

د کرکټ بورډ ادارې مشرانو له امریکا غږ سره په خبرو کې خپله ژمنه تازه کړه او وویل چې له دې وروسته به له روغتیايي ادارو سره همکار وي ترڅو د ګوزڼ ویروس له افغانستان څخه ورک شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات خپل نظر داسې وړاندې کړ: "په روغتیا سکټور کې چې هرې ادارې مونږ سره تماس نیولی، موږ ورسره همکاري کړې ده او زموږ لوبغاړو هم وخت ناوخت دغه برخه کې د پوهاوي پیغامونه ورکړي دي ترڅو عامه پوهاوی لوړ شي او په راتلونکي کې به هم دغسې پراګرامونه سره همکاري وکړو."

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو پر بنسټ، تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو نهه انساني پېښې ثبت شوي خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت تر دې دمه د یادو پېښو پخلی نه دی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG