د لاس رسي وړ اتصالات

د هندوکش لوبډلې د 'غازي امان الله خان د لست اې' کرکټ سیالیو اتلولي وګټله


هندوکش سټرایکر د افغانستان د غازي‌ امان الله خان د لست سیالیو اتلولي‌ وګټله
هندوکش سټرایکر د افغانستان د غازي‌ امان الله خان د لست سیالیو اتلولي‌ وګټله

په افغانستان کې د «غازي امان الله خان لست اې» کرکټ سیالۍ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمری څلورمه) د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.

د یوې ورځنیو لوبو دا سیالۍ د جولاۍ په لسمه نېټه د افغانستان د کندز په ولایت کې پېل شوې وې، چې څلورو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، پامیر لیجینډز او میوند اتلان په کې ولوبېدل.

دا د افغانستان د کورني کرکټ د یوې ورځنیو لوبو مهمې سیالۍ بلل کېږي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون، د کورني کرکټ لسګونه ځوانان په کې لوبېږي. کرکټ بورډ وايي د دغو سیالیو هدف د افغان کرکټ لا ښه کول او ملي لوبډلې ته د ښو لوبغاړو موندل دي.

په پایلوبې کې د ماهیپر ستورو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې ځوان لوبغاړي بلال ترین ۱۳۶ او کپتان حشمت الله شهیدي ۶۶ منډې وکړې.

خو د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ځوان لوبغاړي زبید اکبري د ۱۳۴ منډو په واسطه دا هدف پوره او اتلولي یې وګټله. د دغې لوبډلې کپتان رحمت شاه ۶۸ منډې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغو سیالیو غوره توپ‌ اچوونکی نوید ‌ځدراڼ شو، چې ټول یې ۱۳ لوبغاړي سوځولي وو.

د لوبو غوره توپ وهونکی رحمت شاه شو چې ۳۹۵ منډې یې کړې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په پام کې لري د اګست په میاشت کې شپږیزه لیګ پيل او د همدغه کال د سپتمبر په میاشت کې څلور ورځنۍ لوبې پیل کړي. شپږه لیګ شل اوریزې سیالۍ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG