د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د میجر لیګ کرکټ په سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي لوبېږي


د میجر لیګ کرکټ د تېر کال اتلولي ممبۍ انډینز نیویارک لوبډلې وګټله
د میجر لیګ کرکټ د تېر کال اتلولي ممبۍ انډینز نیویارک لوبډلې وګټله

د جمعې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ۱۵) په متحدو ایالتونو کې میجر لیګ کرکټ سیالۍ پیلېږي چې د څلورو افغان لوبغاړو په ګډون په کې د امریکا او د نړۍ لسګونه ستوري لوبېږي.

په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې ممبۍ انډینز نیویارک، سیاټل ارکاس، تکزاس سوپر کېنګ، لاس انجلس نایټ رایډرز، واشنګټن فریډم او سن فرانسیسکو یونیکورنس لوبډلې په خپلو کې سیالۍ کوي.

دا د دغو سیالیو دویم کال دی، تېرکال هم دا سیالۍ وشوې چې ممبۍ انډینز نیویارک وګټلې.

له افغانستان څخه راشد خان د ممبۍ انډیز نیویارک، نوین الحق مرید او نور احمد لکڼوال دتکزاس سوپر کینګز او وقار سلام خېل د لاس انجلس نایټ رایډز په لوبډلو کې دي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ په ځايي وخت د غرمې په ۳:۳۰ د شمالي کارولینا په موریسویل کې کېږي. په لومړۍ لوبې کې د ممبۍ انډینز نیویارک لوبډله د سیاټل ارکاس سره لوبېږي.

په همدې ورځ دویمه لوبه د تکزاس د هیوسټن په ښار کې د تکزاس سوپر کېنګ او لاس انجلسز نایټ رایډرز ترمنځ ده.

افغان لوبغاړي وار د مخه دغو سیالیو ته رسېدلي دي. د نوین الحق او راشد خان لوبډلو په خپلو ټولنیزو رسمي شبکو کې له لوبډلې سره د هغوی د یو ځای کېدو خبرونه خپاره کړي‌ دي.

د میجر لیګ کرکټ تنظیموونکي وايي ‌چې په دغه لیګ باندې میلیونونه ډالر پانګونه شوې چې اصلي هدف یې په متحدو ایالتونو کې د کرکټ لوبې ته وده ورکول دي.

د دغو سیالیو اکثریت مالکان د هند د تجارتي لیګ (آی پي ال) شریکان دي او اکثریت لوبغاړي یې هم د آی پي ال له لوبډلو څخه غوره شوي دي.

په میجر لیګ سربېره، د سري لانکا تجارتي لیګ هم پيل شوی چې د افغانستان څخه په کې د رحمان الله ګربز، محمد نبي، فضل حق فاروقي او عظمت عمرزي په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي لوبېږي.

دا تجارتي لیګونه داسې مهال پیل کېږي چې د شنبې په ورځ د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام لوبې پای ته ورسېدې. هند دا اتلولۍ وګټله.

افغانستان په کې په لومړي ځل سیمې فاینل ته ووت او د متحدو ایالتونو لوبډلې هم ښې لوبې وکړې او لوبغاړي یې وځلېدل. په میجر لیګ کرکټ کې هم د متحدو ایالتونو د لوبډلې لوبغاړي لوبېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG