د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ 'کاکا' خاورو ته وسپارل شو


رضا خان کاکا
رضا خان کاکا

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سرسخت مینه وال رضاخان کاکا د پکتیا په څمکنیو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

رضاخان چې د کرکټ په کاکا هم مشهور وو، زیات مینه وال لرل. د سیمې اوسېدونکي او د کورنۍ غړي یې وايي، رضاخان کاکا د کرکټ ملي لوبډلې د تشویق تر څنګ په افغانستان کې د زده کړو پیاوړتیا ته هم کار کاوه.

قومي مشر لایق منګل وویل: "چې هره ملي مسئله به وه که به اجتماعي غونډه وه، د مدني ټولنو پروګرام وو، د ځوانانو او مشرانو ناسته به چې وه، په هغه کې به رضاخان کاکا ضرور برخه اخیسته."

د سیمي اوسېدونکي د رضاخان د یادګار په پار له کرکټ بورډ څخه غواړي چې د هغه په نوم د لوبلړیو جوړولو تر څنګ یو څلی هم جوړ کړي.

د سیمې بل اوسېدونکي محمد نبي وویل: "د رضاخان کاکا د نوم ژوندي ساتلو لپاره، لکه څنګه چې کرکټ بورډ یې د علاج لپاره مرسته کړې وه، همداسې باید د کاکا د یاد ساتلو په نوم ټورنمینټونه، میدانونه او څلي جوړ شي."

رضاخان کاکا نهه اولادونه لرل، چې درې یې زامن او شپږ یې لوڼې وې. د هغه د کورنۍ غړي وايي چې کاکا د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ تر څنګ، د زده کړو او روغتیا د پیاوړتیا لپاره هم زیاتې هڅې کړي دي.

د رضاخان کاکا زوی شمس الله سیلاب وویل: "هر وخت چې به د کرکټ داخلي لوبې وې کاکا به ځان ور رسوی. ددې تر څنګ کاکا د محصلینو او زده کړو لپاره هم زیاتې هڅې کولې او د روغتیا د پیاړتیا لپاره یې خپل وس نه سپماوه."

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي د افغانستان د کرکټ په وده او د ملي لوبډلې په هڅولو کې د رضاخان کاکا رول خورا اغېزمن بولي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحمیزي وویل: "لس یا پنځلس کاله وړاندې چې به موږ د کومو لوبډلو سره لوبې کولې، هغوو ته به موږ د کلب ټیم معلومېدلو، خو نن چې موږ هغه لوبډلې ماتو زموږ تشویقول خاص رول لري، خاصتآ رضاخان کاکا پدې برخه کې خپل حق ادا کړیدئ او ولایتونو ته به یې هم سفرونه کول."

د رضاخان کاکا مړینې د عامو افغانانو تر څنګ د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو او روزونکو د تسلیت او خواشنۍ غبرګونونه هم له ځان سره لرل.

رضاخان کاکا نژدې یوه نیمه لسیزه د افغانستان ملي لوبډله په هر حالت کې تشویق کړه، نوموړی د روان ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۲مه وفات شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG