د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ رضا خان کاکا مړ شو


د افغانستان د کرکټ یو تر ټولو سرسخت مینه وال ، رضا خان کاکا چې د څه مودې راهیسې ناروغ او په روغتون کې بستر و، سه شنبه جولای دویمه ( چنګاښ ۱۲) مړ شو.

رضا خان کاکا چې د پکتیا ولایت اوسیدونکی و، وروسته تر هغه یې د افغانستان د کرکټ سره مینه پیدا شوه چې په عربي متحده اماراتو کې یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبه ولیده.

هغه پدې مشهور و چې د افغانستان د کرکټ لوبو پر مهال به یې دودیزې جامې اغوستې او درې رنګی "ملي بیرغ" به یې رپاوه.

د افغانستان د کرکټ لوبې یو شمیر مینه وال چې د رضا خان کاکا په هکله معلومات لري، په ټولنیزو شبکو کې یې د هغه په مړینه خفګان څرګند کړی.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني مشر، نیسم دانش په فیس بوک کې د رضا خان کاکا په مړینه خفګان څرګند کړی.

ښاغلي دانش لیکلي، "الله ج د رضا خان کاکا ته جنتونه ورکړي. د کرکټ سره یې لیونی مینه درلوده".

د عجب خان افغانمل په نامه د فیس بوک یو بل کاروونکي چې پخپلې پاڼې یې د رضاخان کاکا انځورنه خپاره کړي لیکلی، "د رضا خان کاکا د مړیني خبر خواشینوونکی دی الله ج د ورباندې رحم وکړي، او د جنتونو سردار د شي،روح یې ښاد یاد یې تل پاتې، انا لله وانا الیه راجعون".

افغان خبریال سعید شینواري بیا په فیس بوک پاڼې لیکلي چې "د افغان کرکټ رنګ او جذبې له دې نړۍ مخه ښه وکړه.د افغان لوبډلې سرسخت مینه وال رضا خان کاکا د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو".

د افغانستان کرکټ بورډ تیره اوونۍ د خپل فیس بوک په رسمي پاڼې کې د رضا خان کاکا د ناروغۍ خبر ورکړی و او د ټولو مینه والو یې د هغه د روغتیا لپاره د دعا غوښتنه کړې وه.

کرکټ بورډ لیکلي و، "د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ نوموتي مینه وال رضا خان کاکا ته عاجله او بشپړه شفا غواړي او ډاډ ورکوي چې د نوموړي د درملنې ټول مصارف او لګښتونه به په خپله غاړه اخلي.رضا خان کاکا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سرسخت مینه وال دی، چې تل یې افغان لوبډله او لوبغاړي هڅولي، لوبو ته ورغلی او تل یې د افغانستان کرکټ سره مینه کړې ده".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG