د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په شل اوریزو لوبو کې ۶۰۰ ویکټې پوره کړې


راشد خان په نړۍ کې دویم لوبغاړی دی چې په شل اوریزو لوبو کې ۶۰۰ کسان اوټ کوي
راشد خان په نړۍ کې دویم لوبغاړی دی چې په شل اوریزو لوبو کې ۶۰۰ کسان اوټ کوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان او مشهور لوبغاړي راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د ۶۰۰ ویکټو اخیستل پوره کړل.

راشد خان تېره ورځ په انګلنډ کې د (Hundred) په نوم تجارتي لیګ کې په خپلې لومړۍ لوبې کې دوه لوبغاړي‌ اوټ کړل او دا ریکارډ یې جوړ کړ.

دی د افغانستان د کرکټ‌ لومړی لوبغاړی دی چې تر دې دمه په خپلو نړیوالو او تجارتي شل اوریزو سیالیو کې ۶۰۰ کسان سوځوي.

راشد خان په دې سره په نړۍ کې دویم لوبغاړی شو چې دا کارنامه کوي. تر راشد خان د ویسټ انډیز پخواني لوبغاړي ډي جي براوو ډېرې ۶۳۰ ویکټې اخیستې دي او هغه تر دې دمه په دې ډګر کې اول مقام لري

راشد خان په خپل فیسبوک کې دا خبر خپور کړی او له خپلو مینه والو څخه یې مننه کړې.

راشد خان تر دې دمه ۴۴۱ شل اوریزې لوبې کړې چې په دې کې د افغانستان لوبې او په نورو لیګونو کې ټولې لوبې شاملې دي.

راشد خان د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په تجارتي لیګونو کې لوبېږي. تېره اوونۍ په متحدو ایالتونو کې په میجر لیګ کې یې لوبې خلاصې شوې او مستقیمآ لندن ته ولاړ چې د (Hundred) په تجارتي لیګ کې ولوبېږي.

راشد خان خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۵ کال کې د زمبابوې په خلاف وکړه. دی د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د تېرې لسیزې د شل اورونو غوره لوبغاړی هم ټاکل شوی دی.

راشد خان د ۲۰۲۴ کال په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان کپتان و او د ده ده تر مشرۍ لاندې افغانستان قوي لوبډلې ماتې کړې او نیمه پایلوبې ته ووت.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG