د لاس رسي وړ اتصالات

ګلبدین نایب: یو درد مو په زړه کې و چې باید یې له استرالیا څخه وګټو


ګلبدین نایب د استرالیا په مقابل لوبې کې څلور لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بري کې یې مهم رول ولوبوه.
ګلبدین نایب د استرالیا په مقابل لوبې کې څلور لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بري کې یې مهم رول ولوبوه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو د بریاو یو عمده علت د لوبغاړو مثبته روحیه او اتحاد ګڼي.

ګلبدین نایب له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې په نړیوال جام د ټولو لوبو ګټل ورته مهم و، خو د استرالیا ماتول به یې ټول عمر په ذهن کې یوه خوږه خاطره وي.

نوموړي وویل چې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام استرالیا له افغانستان څخه ګټلې لوبه راتاوه کړه او «موږ په هغه وخت په چیغو چیغو» ژړلي وو او همداسې یوې موقع ته منتظر وو.

د ګلبدین نایب په ډېرو نور مسائیلو هم غږېدلی دی، پوره مرکه یې دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG