د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستاني ادارو د امریکا بندیزونو د اسلام اباد د وسلو د پروګرام په اړه پوښتنې پيدا کړي


د پاکستان شاهین-۳ توغندي د اتومي کوپړیو د لیږدولو توان لري.
د پاکستان شاهین-۳ توغندي د اتومي کوپړیو د لیږدولو توان لري.

متحده ایالاتو دا اونۍ د پاکستان ۱۶ ادارې او شرکتونه ددغه هېواد د وسلو او ډرون جوړولو د پروګرامونو سره د مرستې په تور د سوداګرۍ په تور لیست کې شامل کړل.

په تازه بندیزونو کې، په پاکستان، متحده عربي اماراتو او چین کې ټول ۲۶ ادارې او شرکتونه شامل دي. پر دوی باندې دا تور هم دی چې پر روسیې او ایران باندې د لګېدلیو بندیزونو څخه یې سرغړونه کړې او د ایران د وسلو جوړولو د پروګرامونو او په اوکراین کې د روسیې د جګړې سره یې مرسته کړې ده.

ددغو شرکتونو نومونه په هغه تور لیست کې شامل شوي چې له دولتي اجازې پرته د متحده ایالاتو څخه توکي او ټکنالوژي نشي ترلاسه کولی.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي چې "موږ له بدو لوبغاړو څخه د متحده ایالاتو د ملي امنیت د ګټو ژغورلو ته ځیر یو. زموږ دا اقدام هغوی ته دا پیغام ورکوي چې که زموږ له بندیزونو څخه سرغړونه وکړي، بیه به یې پرې کړي."

په نهو پاکستاني شرکتونو او ادارو تور پورې شوی چې په پټه یې د ۲۰۱۰ راهیسې "د پرمختللې انجنیرۍ څېړنې" په نوم له بندیزونو سره مخامخ ادارې په استازیتوب له امریکا څخه توکي پیرلي دي. دا اداره د پاکستان د کروز توغندویو او ستراتیژیکو ډرونونو د جوړولو مسئوله ده چې د ۲۰۱۴ راهیسې له بندویزونو سره مخامخ ده.

د دفاعي چارو شنونکو امریکا غږ ته ویلي چې په تور لیست کې ددغو شرکتونو شاملول د پاکستان د توغندیو د جوړولو د پروګرام مخنیوی نه کوي، کوم پروګرام چې د شنونکو په خبره، د متحده ایالاتو د بندیزونو د څو پړاوونو سره سره دوام لري.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه سلمان جاوید مني چې اسلام اباد د دفاعي ټکنالوژۍ د اړتیاوو لپاره په متحده ایالاتو تکیه کوي، خو وايي چې وروستي بندیزونه به "په پاکستان کې کوم توپیر ونلري."

جاوید امریکا غږ ته وویل: "زه باور لرم چې د پاکستان د توغندیو پروګرام په پرمختللې مرحله کې دی او د امریکا بندیزونه به پرې هیڅ اغیز ونه کړي."

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال طلعت مسعود وايي، پاکستان د خپل ډرون پروګرام د پرمخ وړلو په برخه کې د "تخصص او ټیکنالوژۍ" لپاره د متحده ایالاتو په پرتله چین ته ډیر پام کړی دی. خو هغه وویل چې نوي بندیزونه ممکن د چین سره د ډرون په برخه کې د پاکستان راتلونکي همکارۍ او پر نورو هیوادونو باندې د دغو ډرونونو پر پلور اغیزه وکړي.

پاکستان په رسمي ډول د دې وروستیو بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تیره میاشت یې له دې کبله اعتراض وکړ چې واشنګټن څلور شرکتونه چې یو پاکستانی او درې چینایي شرکتونه یې پاکستان ته د ممنوعه توکو د لېږدولو له امله په تور لیست کې شامل کړل. اسلام اباد وویل چې دا بندیزونه "بې له کوم ثبوت" څخه لګول شوي دي.

د پېښور پوهنتون استاد سید عرفان اشرف وايي چې متحده ایالاتو د اوږدې مودې راهیسې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په تور بازار کې د وسلو د ټکنالوژۍ د پلورل کېدو مخه نیولې ده خو د هغه په خبره، په داسې حال کې چې په اوکراین او منځني ختیځ کې شخړې دوام لري، "د پاکستان پر ملاتړ کونکو ادارو باندې د بندیزونو د لګېدو وخت د پام وړ دی."

د سپتمبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر پنځو چینايي ادارو باندې پاکستان ته د بالستیک او نورو توغندیو د جوړولو د تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ د لیږدولو له کبله بندیزونه ولګول.

د اسلام اباد په قائد اعظم په پوهنتون کې د حقوقو استاد سلمان علي وويل، چې د امريکا د بنديزونو د وروستۍ څپې موخه پر چين باندې د فشار زياتول دي.

سلمان علي امریکا غږ ته وویل: "د متحده ایالاتو د بندیزونو په تیرو شپږو پړاوونو کې، دا روښانه ده چې تمرکز د چین او پاکستان ترمنځ پر تخنیکي تبادلې باندې شوی دی. ددې بندیزونو موخه نه یوازې د توغندیو او ډرون پروګرامونو د چټک پرمختګ مخنیوی دی بلکې دې ته پر چین باندې د سترتیژیک فشار د وسیلې په توګه کتل کیږي."

پاکستان او ایران دواړه د چین په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سیمه ایز سازمان غړي دي چې د اکتوبر په ۱۶مه يې په اسلام اباد کې ددغه سازمان په وروستۍ سرمشریزه کې د یو اړخیزو بندیزونو مخالفت وښود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG