د لاس رسي وړ اتصالات

د  شمالي کوریا د کثافاتو بالون د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ ودانۍ کې ښکته شوی


د جنوبي کوریا سرتېري هغه کثافات پاکوي چې د شمالي کوریا د وېشتل شوي بالون څخه غورځېدلي
د جنوبي کوریا سرتېري هغه کثافات پاکوي چې د شمالي کوریا د وېشتل شوي بالون څخه غورځېدلي

په جنوبي کوریا کې چارواکي وايي شمالي کوریا له کثافاتو څخه یو ډک بالون، چې د ولسمشر یون سوک یول او د هغه په مېرمنې باندې د ملنډو او نورو تبلیغاتي پاڼو څخه ډک و، د ولسمشرۍ په ودانۍ کې ښکته شوی دی.

مقامات وايي چې پېښه نن پنجشنبه سهار اکتوبر ۲۴ (لړم درېیمه) شوی.

تر دې مخکې د جنوبي کوریا فعالانو شمالي کوریا ته همداسې بالونونه استولي وو چې تبلیغاتي پاڼې او «USB» ډاریفونه په کې وو، په دغو ډرایفونو کې ځينې هغه سریالانه کاپي شوي وو چې په شمالي کې یې په لیدو باندې بندیز دی.

شمالي کوریا د مۍ له میاشتې راهېسې په جنوبي کوریا باندې د دا ډول بالونونو بمبار پیل کړی او وايي د جنوبي کوریا څخه د بالونونو د برید غچ اخلي.

د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ د ماڼۍ د امنیتي خدمت ادارې فرانس پرس ته په یو استول شوي بیان کې ویلي چې له کثافاتو او تبلیغاتي پاڼو څخه د شمالي‌ کوریا ډک بالون په هوا کې انفجار کړی او پاتې شونې یې د ولسمشرۍ د دفتر شاوخوا کې غورځېدلې دي.

په بیان کې ویل شوي‌ دي چې له دې پېښې څخه کوم خطر متوجه نه دی.

ګڼ شمېر سرتېري د جنوبي کوریا د مشر د دفتر ساتنه کوي او د پاسه یې هېڅ ډول پرواز ته هم اجازه نه شته. دا د جولاۍ له میاشتې راهېسې دویم ځل دی چې شمالي کوریا په جنوبي کوریا باندې دا ډول برید کوي.

د جنوبي کوریا چوسن ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په بالون کې د نورو تبلیغاتي پاڼو تر څنګ د ولسمشر او د هغه د مېرمنې تصویر هم و او ورسره لیکلي‌شوي‌ «دا نیکبختي ده چې ولسمشر یون او میرمن یې ماشومان» نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG