د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته استولي


امریکا وايي شمالی کوریا د روزنې لپاره روسیې ته سرتېري استولي
امریکا وايي شمالی کوریا د روزنې لپاره روسیې ته سرتېري استولي

متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم دویمه) وویل چې شمالي کوریا د روانې میاشتې په سر کې روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي،‌ هلته روزل کېږي او ممکن د روسي سرتېرو سره اوږه په اوږه د اوکراین په ضد وجنګېږي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن خبریالانو ته وویل چې وبه لیدل شي چې دا سرتېري به په روسیې کې څه کوي. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وايي چې امریکا «له خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره کار کوي چې د وضعیت پوره درک» کړي.

کربي وویل چې د شمالي کوریا سرتېرو د اکتوبر په پيل او منځ کې د خپل سمندري سرحد وانسن څخه په کښتیو کې د روسیې ولادوفستوک ته تللي او د روسیې ختیځ کې بېلا بېلو روزنیزو مرکزونو ته استول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې «موږ لا نه پوهېږو چې دا سرتېري به د روسیي پوځ سره یوځای جګړې ته ودانګي» که نه، خو امکان یې «د ډېرې اندېښنې» وړ دی.

کربي وايي چې د وضعیت د درک په اړه یې د اوکراین حکومت ته معلومات ورکړي او په سیمه کې له نورو ایتلافیانو او ملګرو سره «د دغه ډراماتیک ګروپي اقدام د عواقبو او زموږ د ممکن ځواب ورکولو په اړه» سلا مشوره وکړي.

نوموړي وویل: «د اوس لپاره موږ له نژدې څخه وضعیت څارو،‌ خو دا خبره واضحه کوو: که د شمالي کوریا سرتېري جګړې ته داخل شي، دا له اوکراین سره د روسیې د مخ په زیاتېدونکي نا امیدۍ څرګندونه کوي.»

دی وايي چې روسیه هره ورځ په جګړې کې لوی تلفات ګالي، او په وینا یې ولسمشر پوتین بیا هم د جګړې د روان ساتلو هوډ څرګندوي.

د ناټو استخباراتو هم په روسیې کې د شمالي کوریا د سرتېرو موجودیت تائید کړی دی. کربي وویل چې روسیه به له شمالي کوریا سره په همکارۍ باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څو پرېکړه لیکونو څخه سرغړونې وکړي، چې په پیونګ یانګ یې د وسلو خرڅول او پوځي روزنه یې بنده کړې ده.

امریکا غږ په امریکا کې د چین له سفارت څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، د سفارت ویاند لیو پینګیو وویل: «د اوکراین په اړه د چین دریځ څرګند او ثابت دی. هیله لرو چې ټول اړخونه د شخړې د کمولو هڅه وکړي او سیاسي حل ته ژمن واوسي.»

د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي دي چې د شمالي کوریا او روسیې روابط قوي شوي او پیوینګ یانګ مسکو ته وسلې ورکوي.

استن وویل: «که هغوی په جګړې سره ګډ دي، که د روسیې له طرفه په دغې جګړې کې د ګډون هوډ لري، دا یوه ډېره ډېره جدي موضوع ده، یوازې په اروپا باندې نه،‌ بلکې د هندو-پسیفیک په سیمې باندې به اغیز ولري.»

جنوبي کویا تېره اونۍ روسیې ته د شمالي کوریا د سرتېرو د استولو په اړه استخباراتي معلومات اعلان کړل او ناټو نورو معلوماتو ته منتظره ده.

د ناټو ویاندې فرح دخل الله وویل: «موږ اوس په دې اړه له متحدینو سره په سلا مشورو اخته یو. که دا ځواکونه په اوکراین کې وجنګېږي، دا به د روسیې د غیر قانوني جګړې څخه د شمالي‌ کوریا د پام وړ ملاتړ او د جبهې په لومړۍ کرښې کې د روسیې د پام وړ تلفاتو څرګندونه وي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ په دې اړه د نړۍ د «یو قوي ځواب» غوښتنه ورکړه. هغه وویل: «که شمالي کوریا کولای شي په اروپا کې په جګړې کې ګډون وکړي، بیا په دې رژیم باندې په کافي اندازې باندې فشار نه شته.»

هغه وویل که روسیه غواړي چې دا جکړه پراخه او اوږده کړي، دا په دې مانا ده هغه خلک چې لا یې سولې ته د روسیې په قانع کولو کې مرسته نه ده کړې، په اصل کې له پوتین سره د جګړې په پيلولو کې مرسته کوي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز خبري اژانسونو د معلوماتو څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG