د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د اوکراین په هکله د ملګرو ملتونو د مشر سر ه غږیږي


کرملین وایي ټاکل شوې چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د همدې راتلونکې پنجنشنبې په ورځ د اوکراین جګړې په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش سره وغږیږي.

ښاغلي ګوتریش له تیرو دوو کالونو راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د لومړي ځل لپاره روسیې ته ځي.

د پوتین او ګوتریش دا غونډه به د تاتارستان په پایتخت قازان کې وشي چې د بریکس سازمان د غړیو هیواونو مشران د غونډې لپاره راټولیږي. روسیه غواړې پدې غونډې سره لویدیځ ته وښیي چې په اوکراین د یرغل لپاره ددې هیواد په منزوي کولو کې پاتې راغلي دي.

سره لدې چې ملګرو ملتونو لا د روسیې د مشر سره د ښاغلي ګوتریش ملاقات ندی تائید کړی خو د ویاند مرستیال یې، فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته یوازې همدومره وویل چې هغه به بله اوونۍ قازان ته ولاړ شي او دا یې هم وویل چې د سفر په هکله جزیات به وروسته خپاره شي.

کرملین بیا ویلي چې جمهور رئیس پوتین او ښاغلی ګوتریش به د ملګرو ملتونو فعالیتونو تر څنګ په منځني ختیځ کې د کړکیچ او اوکراین وضعیت تر څنګ په نړیوالو موضوعاتو وغږیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په وار وار په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی او دا یې د نړۍ لپاره خطرناک مثال دی. هغه د اوکراین او روسیې تر منځ شخړې پای ته رسیدو په خاطر د داسې عدالت غوښتنه کړې چې د نړیوالو قوانینو او اوکراین حاکمیت ته پکې درناوی شوی وي.
انټونیو ګوتریش د وروستي ځل لپاره روسیې ته د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې تللی و چې د دې ملاقات څخه دوه میاشتې وړاندې مسکو په کیف یرغل وکړ. پدې ملاقات کې پوتین او ګوتریش د جګړې له سیمې د ملکیانو په ایستلو خبرې کړې وې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي داسې مهال روسیې ته ځي چې متحده ایالاتو د اوکراین سره د تازه نظامي مرستو اعلان کړی.

امریکا تیره اوونۍ له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې وې چې په کې د دافع هوا، له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي میزایل او نور پوځي مهمات او تجیهزات وو.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي یو ځل بیا له واشنګټن څخه غوښتي چې اجازه ورکړي په مرسته شویو پوځي وسائیلو د روسیې په خاورې کې اهداف په نښه کړي، خو واشنګټن تل دا غوښتنه رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG