د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین پوځ:‌ د روسیې زر کیلومتره مربع سیمه مو نیولې او یرغل دوام لري


د روسیې پوځ منلې چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د روسیې په خاوره کې شاوخوا ۳۰ کیلومتره وړاندې ولاړ شي. (عکس: ارشیف)
د روسیې پوځ منلې چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د روسیې په خاوره کې شاوخوا ۳۰ کیلومتره وړاندې ولاړ شي. (عکس: ارشیف)

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) خبر ورکړ چې سرتیرو یې په روسیه کې ۱۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه نیولې او په وړاندې روان دي.

د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پر ټولنیزو شبکو کې په خپره شوي ویډیو کې د پوځ مشر الکساندر سیرسکي وویل: "د کورسک په سیمه کې زموږ یرغلیز عملیات دوام لري. تراوسه د روسیې فدراسیون شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه نیول شوې ده."

د روسیې پوځ په دغه سیمه کې د اوکرایني سرتیرو د وړاندې تګ د مخنیوي لپاره جګړه کوي. د ګاونډي بیلګورود والي ویاچسلاو ګلادکوفویلي چې د جګړې له کبله په سرحدي سیمو کې خلکو ته د وتلو امر صادر شوی دی.

ګلادکوف په ټیلیګرام کې وویل: "دښمن د کراسنویاروزسکي ولسوالۍ په پوله کې فعال دی... زموږ د خلکو د ساتنې او امنیت لپاره، موږ هغه خلک خوندي ځایونو ته لیږدو چې په کراسنویاروزسکي کې ژوند کوي."

کیف دغې جګړې ته په زرګونو سرتیري لیږلي او داسې بریښي چې کرملین یې هیښ کړی دی. د روسیې پوځ د یکشنبې په ورځ ومنله چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د روسیې په خاوره کې شاوخوا ۳۰ کیلومتره وړاندې ولاړ شي.

په عین وخت کې، چین پر مسکو او کیف دواړو غږ کړی چې د کرسک په سرحدي سیمه کې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "چين به له نړيوالې ټولنې سره همغږۍ ته دوام ورکړي او د کړکېچ د سياسي حل لپاره به رغنده رول ولوبوي."

چین په جګړه کې ځان بې طرفه بولي او وايي چې د امریکا او نورو غربي هېوادونو برعکس هیڅ لوري ته وسلې نه لېږي.

خو چین د مسکو نږدې سیاسي او اقتصادي متحد بلل کیږي چې پر اوکراین باندې یې د روسیې یرغل ندی غندلی او د ناټو غړو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې بیجینګ ددغه جګړې "پرېکنده ملاتړی" دی.

چین تیر کال یوه مقاله خپره کړه چې پکې شخړې ته د "سیاسي جوړجاړي" غوښتنه شوې وه. خو لویدیځو هیوادونو انتقاد کړی چې د چین په مرسته روسیه توانېدلې چې په اوکراین کې نیول شوې ډیرې سیمې وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG