د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د فضايي‌ صنایعو مرکز مخې ته سترې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


ځايي رسنیو په کازان انقره کې د پېښې په ځای کې د یو ستر اور لګېدو تصویرونه خپاره کړي دي چې ورڅخه لوخړې پورته کیږي.
ځايي رسنیو په کازان انقره کې د پېښې په ځای کې د یو ستر اور لګېدو تصویرونه خپاره کړي دي چې ورڅخه لوخړې پورته کیږي.

د ترکیې پلازمینې انقرې ته څېرمه ددغه هېواد د فضايي صنایعو د مرکز مخې ته چهارشنبې اکتوبر ۲۳ (لړم ۲) په یوه زوروه چاودنه کې لږ تر لږه درې تنه مړه او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په ایکس کې په یو بیان کې لیکلي: "د ترکیې د فضايي صنایعو مخې ته یو ترهګریز برید شوی دی... له بده مرغه، موږ شهیدان او ټپیان لرو."

په دغه بیان کې پرلیکایا زیاته کړې چې "دوه ترهګر له منځه وړل شوي دي."

د ترکیې محلي رسنیو په کازان انقره کې د پېښې په ځای کې د یو ستر اور لګېدو تصویرونه خپاره کړي دي چې ورڅخه لوخړې پورته کیږي. دا ښارګوټی د انقرې شمال لور ته په ۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د هبرترک تلویزیون وویل چې خلک " یرغمل شوي" خو په دې اړه یې نور جزئیات ندي ورکړي. د این ټي وي رسنۍ خبر ورکړی چې په ځايي وخت مازیګر څلور بجې له چاودنې وروسته د ټوپکو د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ددې برید مسئولیت سمدستي کومې ډلې پرغاړه ندی اخیستی.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د ترکیې په استانبول کې د فضايي او دفاعي صنایعو نندارتون پرانیستل شوی او په روانه اونۍ کې دغه نندارتون ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ورغلی و.

د ترکیې دفاعي سکتور، چې په ځانګړي ډول د بې پیلوټه الوتکو جوړولو له کبله مشهور دی، ددغه هېواد د صادراتو اتیا سلنه جوړوي او په ۲۰۲۳ کې یې عاید لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالر ښودل شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG