د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اوکراین سره ۴۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرسته اعلان کړې


د امریکا د دفاع وزیر په کیف کې د اوکراین له ولسمشر سره لیدلي
د امریکا د دفاع وزیر په کیف کې د اوکراین له ولسمشر سره لیدلي

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن نن دوشنبه اکتوبر ۲۱ (تله۳۰) اوکراین ته د خپل ناببره سفر په مهال له دغه هېواد سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

دا کیف ته د استن څلورم سفر دی او شاید د امریکا د دفاع وزیر په توګه یې وروستی سفر وي، په متحدو ایالتونو کې بله میاشت د جمهوري ریاست انتخابات کېږي. لوید استن په شپه کې په اورګاډي کې له پولنډ څخه اوکراین ته ورسېده.

تېره اونۍ امریکا له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې وې چې په کې د دافع هوا، له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي میزایل او نور پوځي مهمات او تجیهزات وو.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي یو ځل بیا له واشنګټن څخه وغوښتل چې اجازه ورکړي په مرسته شویو پوځي وسائیلو د روسیې په خاورې کې اهداف په نښه کړي، خو واشنګټن تل دا غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر له اوکراین سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټېنګار وکړ او په تګلارې کې یې د هېڅ ډول بدلون خبره ونه کړه.

نوموړي له زیلینسکي سره په یوې غونډې کې وویل چې واشنګټن په اوکراین کې «شته خطرونه درک» کوي.

تر دې مخکې ولسمشر جوبایډن د ناټو له متحدینو څخه غوښتي وو چې د روسیې سره په جګړې کې د اوکراین سره مرستې روانې وساتي.

کیف او متحدین یې اندېښنه لري که د امریکا په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ګټونکی شي، ممکن له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې کمې شي. بایډن وویل: «لویدیځ متحدین باید خپلې مرستې روانې وساتي... چې اوکراین یوه ثابته او دوامدره سوله ترلاسه کړي.»

لوید استن اوکراین ته ډاډ ورکړ چې له کیف سره د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو د حمایت شاهد و او پوره «تمه لرم چې د کانګرس د دواړو ګوندونو د حمایت شاهدان به» واوسو.

د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته لومړی متحدو ایالتونو له اوکراین سره تر ټولو ډېر مرستې کړې او بیا جرمني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG