د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین په پولنډ کې د سرتېرو د جلب او جذب دفتر پرانیست


اوکراین د پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تله ۱۲) په پولنډ کې د جلب او جذب دفتر پرانیست چې د روسیې په ضد د جګړې لپاره خلک د پوځ په لیکو کې وګماري.

اوکراین په خپل ختيځ کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د سرتېرو د لیکو د قوي کولو هلې ځلې کوي. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین یرغل پیل کړ.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیال ایوان ګارویلیوک وویل چې د پولنډ د لیوبلین په سیمه کې یې د جذب او جلب دفتر، چې د اوکرین له سرحد څخه ۱۰۰ کیلو میتر لېرې دی، د خدمت لپاره د رضاکارانو د معلومولو «ټول ضروري وسائیل» لري.

هغه وویل: «له نوم لیکنې وروسته به رضاکاران په پولنډ کې روزل کېږي.»

د اوکراین د ځواکونو او د بهرنیو رضاکارانو دفاعي مرکز د جولاۍ په میاشت کې د جلب او جذب طرحه اعلان کړه او هیله یې وښوده، چې زرګونه کسان چې له جګړې څخه بهر او په خاص ډول پولنډ او جرمني‌ ته تښتېدلي، د روسیې سره جګړې ته متقاعد کړي.

د اوکراین حکومت اټکل کړی دی،‌ چې ۳۰۰زره کسان چې د جګړې عمرونه یې پوره کړي، په پولنډ کې اوسي. د پولند د دفاع وزارت ویلي چې د جلب او جذب مرکز په لومړیو ورځو کې د انټرنټ له لارې ۱۳۸ کسانو او همدغه راز ۸۵ نورو کسانو نوملیکنې کړې وې.
د روسیې ځواکونو د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې اوکراین ته داخل شول او مسکو لوهانسک، دونتسک، زاپوریژیا او خرسون له خپلې خاورې سره یو ځای کړل. خو بیا هم په دغو سیمو بشپړ کنترول نه لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۳۰مه ژمنه وکړه چې داوکراین جګړې په درېیم کال کې به خپلو ټولو اهدافو ته رسي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي‌ وو چې واشنګټن د «روسیې د ظالمانه دښمنۍ په مقابل» کې د اوکراین څخه دفاع ته ژمن دی.

متحدو ایالتونو په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهېسې ۱۷۵ میلیارد ډالر پوځي او غیر پوځي مرستې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG