د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي وایي شمالي کوریا د روسیې اردو ته سرتیري استوي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه اکټوبر ۱۳ ( تلې ۲۲مه) په شمالي کوریا تور پورې کړ چې د روسیې اردو ته سرتیري استوي.

ښاغلي زیلینسکي په یوې غونډې کې وویل، " مونږ د روسیې او شمالي کوریا په شان رژیمونو تر منځ د ائتلاف ډیروالی وینو. دا ائتلاف یوزې د وسلو لیږد په هکله ندی، بلکې د شمالي کوریا څخه د اشغالګرو اردو ته د خلکو استول دي".

شمالي کوریا او روسیې تر اوسه د اوکراین د مشر څرګندونو په هکله څه ندي ویلي خو په اوکراین د یرغل راهیسې د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ اړیکې پراخې شوي او د دواړو هیوادونو مشرانو څو ځله سره کتلي هم دي.

د اوکراین مشر دا څرګندونې د جرمني، بریتاینې او فرانسې په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونو ته تر سفرونو وروسته وکړلې او د روسیې د یرغل په مقابل کې د دوامدارو نظامي مرستو غوښتنه یې وکړله.

هغه پخپلو خبرو کې وویل چې د اوکراین لپاره یوازې نظامي تجهیزات نه بلکې د دې هیواد ځواکونو لپاره قاطع اکمالات په کار دي.

ښاغلي زیلینسکي ددې مرستو په هکله وویل، " دا په تیري کوونکي باندې د فشار ډیرول دي چې د روسیې په پرتله قوي وي او هغوي مقاومت ونشي کړی. دا د پراخې جګړې مخنیوي لپاره دي".

د اوکراین جمهور رئیس پدې تیرو څو میاشتو کې د متحده ایالاتو په ګډون د غربي متحدینو څخه د وسلو غوښتنه ډیره کړې او پدې هم ټینګار کوي چې غرب ورته په روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو څخه د کار اخیستو اجازه ورکړي.

خو غرب پدې هکله لا پریکړه نده کړې او اندیښنه لري چې دا کار ښایي مسکو پارونکو اقداماتو ته وهڅوي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم تیره میاشت خبرداری ورکړی و که د اتومي وسلو لرونکي هر لویدیځ هېواد په روانې جګړې (متعارف برید) کې د روسیې په ضد له اوکراین سره مرسته وکړي، مسکو به دا "د روسیې په فدراسیون باندې ګډ برید" وګڼي.

د روسیې ولسمشر له پخوا څخه امریکا او ناټو ته خبرداری ورکړی و که اوکراین ته د روسیې په ضد د لویدیځ د لېرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړي، دا کار به د روسیې او ناټو د غړو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG