د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالو بندیزونو د پاکستان او ایران د ګازو پروژه پیچلې کړې ده


د پاکستان د فدرال د پترولیم وزیر مصدق مالک وايي چې نړیوالو بندیزونو د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو د پایپلاین غزولو پروژه پیچلې کړې ده.

رسنۍ وايي چې ایران پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې په پروژې کې دې د خپلې برخې کار بشپړ کړي، که یې ونه کړي ۱۸ میلیارد ډالر جریمه به پرې کوي. دغو راپورونو د پاکستان په مشرانو جرګې کې بحثونه پارولي دي.

مصدق مالک په دغې جرګې کې تېره ورځ د ایران د جریمې د خبرداري په اړه وویل: «دا یوه ډېره پیچلې موضوع ده چې نړیوال بندیزونه په کې دخېل دي.» نوموړي د دغو بندیزونو په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل چې حکومت یې چمتو دی په دې اړه په جزیاتو خبرې وکړي.

نوموړي د ۱۸ میلیارد ډالرو د جریمې خبره رد کړه او ویې ویل: «زه نه پوهېږم چې دا خبره له کومې شوه.»

د ایران د دغه خبرداري په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا وپوښتل شوه، هغې تېره اوونۍ په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې پاکستان په دې اړه په پرمختګونو خبر دی.

زهرا زیاته کړه: «پاکستان او ایران د خبرو اترو قوي چینلونو لري چې دا مسئله هم په کې ده. موږ تل دا خبره کړې ده چې موږ غواړو ټول مسائیل د دوستانه سلا مشورو له لارې حل کړو.»

د مارچ په میاشت کې د پاکستان د پترولیم وزیر سیمه ایزو خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي وو پاکستان به د پایپلاین د پروژې په اړه خپل دریځ متحدو ایالتونوته څرګند کړي.

هغه ویلي وو: «موږ د امریکا بندیزونه نه شو زغملای. موږ غواړي چې له هر ډول بندیز پرته دا پروژه تکمیله کړو.»

د مارچ په میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو چې د ایران او پاکستان په تائید سره دا پروژه ښه روانه ده. هغې دا خبره هم کړې وه چې پاکستان د پروژې د نورو دخېلو برخو څخه کوم شکایت ترلاسه کړی نه دی.

د پنجشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې له پاکستان سره مرسته چې د خپلې انرژۍ د کمښت ستونزه حل کړي، د امریکا لومړیتوب دی، خو هغه زیاته کړه: «موږ به د ایران په ضد خپل بندیزونه روان ساتو. هر څوک چې له ایران سره د معاملې نیت لري، مشوره ورکوو چې د ممکنه عواقبو په اړه هم خبر واوسي.»

د اپریل په میاشت کې متحدو ایالتونو په څلورو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول، چې یو یې په بلاروس کې و او درې نور یې په چین کې وو. دغو شرکتونو د پاکستان د بالستیک میزایلو او نورو پوځي برخو لپاره تجهیزات انتقالول.

د مۍ په میاشت کې د پاکستان ولسمشر محمد اسحق دار ویلي وو چې له ایران سره د ګازو د پروژې په پایپلاین کې به پاکستان نړیوالو فشارونو ته تسلیم نه شي. هغه ویلي وو: «هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې خپله ویتو وکاروي.» هغه د متحدو ایالتونو نوم نه یاد کړی نه و.

تر دغو خبرو څو اوونۍ مخکې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لیو د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي وو چې له ایران سره د پاکستان د ګازو پروژه به پاکستان د امریکا له بندیزونو سره مخامخ کړي.

پاکستان د ګازو له کمښت سره مخامخ دی. تهران او اسلام اباد په ۲۰۰۹ کال کې د ۲۵ کالو یوه تړون لاسلیک کړ چې له ایران سره د خپل ۲۴۰۰ کیلو میتر سرحد له لارې ګاز انتقال کړي. ایران په پروژې کې خپله برخه تمامه کړې او پاکستان لا دا نه ده کړې، پاکستان ژمن دی چې باید تر ۲۰۲۴ کال پورې دا کار وکړي.

دا مطلب د امریکا غږ ډیوه څانګې د راپور په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG