د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پولیسو یو مذهبي مشر نیولی چې د قاضي القضات په سر یې انعام ټاکلی و


د تحریک لبیک پاکستان افراطي مذهبي ګوند مرستیال ظهیر الحسن شاه.
د تحریک لبیک پاکستان افراطي مذهبي ګوند مرستیال ظهیر الحسن شاه.

پولیسو د پاکستان د پنجاب په ولایت کې دوشنبه جولای ۲۹ ( زمري اتمه) د یوې افراطي مذهبي ډلې مشر وروسته تر هغه ونیوه چې د دې هیواد د سترې محکمې قاضي القضات د وژلو امر یې ورکړی و.

په ظهیر الحسن شاه دا تور دی چې د احمدي فرقې سره د ملاتړ کولو له کبله یې د سترې محکمې د قاضي القضات، فایز عیسی د وژلو امر کړی.

ظهیر الحسن شاه، د تحریک لبیک پاکستان په نامه د افراطي مذهبي ګوند مرستیال دی او د پولیسو په رسمي شکایت پاڼې کې ویل شوي چې دی د پنجاب په ولایت کې د ترهګرۍ قانون له مخې نیول شویدی.

په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، دا مذهبي مشر پکې لیدل کیږي چې د تحریک لبیک پاکستان ګوند پلویانو ته په وینا کې وایي هغه چا ته به له خپل جیب څخه ۱۰ ملیونه پاکستانۍ کلدارې چې ۳۶ زره امریکايي ډالر کیږي ورکړي چې د سترې محکمې د قاضي القضات، قاضي فایز عیسی سر پرې کړي.

هغه دا وینا د پنجاب ولایت په مرکز لاهور کې کړې او په قاضي عیسی یې دا تور لګولی چې د پاکستان قانون ته یې سپکاوی کړی.

د تحریک لبیک پاکستان ګوند غړیو پدې تیرو څو ورځو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې وروسته تر هغه مظاهرې او لاریونونه وکړل چې د سترې محکمې دې قاضي د احمدي فرقې یو غړي ته چې په ټولنیزو شبکو کې د اسلام ضد موادو خپرولو تور پرې و، په ضمانت خوشې کړ.

د پاکستان د دفاع فدرالي وزیر خواجه آصف د تحریک لبیک پاکستان دې مشر تر نیول کیدو یوازې څو ساعته وروسته په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې حکومت به د ټولو هغو کسانو په خلاف له جدیت کار واخلي چې د اسلام په نامه د ملک په قاضي القضات باندې نا سم تورونه لګوي.

د دفاع وزیر زیاته کړه، "هیڅ ډله د عقیده او سیاست په نامه خلک تشدد ته نشي پارولی. مونږ به هغوي عدالت ته د راکش کولو لپاره د بشپړې قوې څخه کار واخلو".

خواجه آصف د تحریک لبیک پاکستان د ګوند مرستیال ظهیر الحسن شاه څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، "دولت به تاسو ته اجازه درنکړي چې د یو یو چا د وژلو لپاره فتوا صادره کړئ".

د دې مذهبي مشر تر نیول کیدو یوازې دوه ورځې وړاندې نا معلومو وسله والو پاکستان د پنجاب په ولایت کې د احمدي فرقې په یو ډاکټر ډزې وکړلې او وې واژه.

د سیمې پولیسو ویلي چې پیښه د پنجاب ولایت د ګجرات په ولسوالۍ کې شوې. پولیسو وژل شوی ډاکټر، ذاکر رحمان ښودلی چې ۵۳ کاله عمر یې درلود او د غاښونو ډاکټر و.

سره له دې چې د شنبې د ورځې قتل د کولو ادعا تر اوسه هیچا په غاړه نده اخیستې خو په پاکستان کې د احمدیه فرغې غړي د تحریک لبیک پاکستان په نامه افراطي مذهبي ډله پدې کې ملامته بولي چې د دې فرقې په غړیو او د عبادت په ځایونو باندې خلک برید کولو ته هڅوي.

د تحریک لبیک پاکستان مشران پخپلو غونډو او مظاهرو کې د احمدیانو په خلاف ستغې سپورې وایي.

احمدي فرقه ځان مسلمانان بولي خو د پاکستان په اساسي قانون کې دا فرقه په ۱۹۷۴ کال کې غیر مسلمان بلل شوي او تر هغې وروسته یې دا بندیز هم پرې لګولی چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه ځانونه مسلمانان نشي څرګندولی.

په پاکستان کې پدې ډلې دا بندیز هم دی چې په عامه توګه عبادت نشي کولی او نه هم د عبادت لپاره ځانګړی ځای جوړوی شي.

نتقاد کوونکي وایي چې د همدې محدودیتونو او بندیزونو له کبله دا ډله په حقوقي او ټولنیزه توګه ځپل شوې او ګڼ شمیر یې د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې وژل شوي هم دي.

د پاکستان د نورو اقلیتونو برخلاف احمدیان ځان مسلمان او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لارویان بولي. خو هغوی د احمدي فرقې بنسټ ایښودونکي میرزا غلام احمد خپل مسیحا او مهدی آخر زمان ګڼي. په هغه هیواد کې اکثریت مسلمانان په دې باور دي چې د احمدي فرقې لارویانو د اسلام اساسي اصل بدل کړی او له دې کبله له کافرو څخه هم بد دي.

د احمدي فرقې پر ضد سیاسي اسلامي غورځنگونه ددې سبب شوي چې د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون راشي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې په ١٩٧۴ کال هغوی غیر مسلمان وگڼل شول او ورپسې په ١٩٨۴ کې یو بل قانون هغوی له دې منع شول چې ځانه ته مسلمان ووایي. هغوی له آذان کولو څخه منع شوي دي. او آذان وکړي درې کاله بندي کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG