د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې د احمدې فرقې یو ډاکټر وژلی دی


نا معلومو وسله والو شنبه جولای ۲۷ ( زمري شپږمه) د پاکستان د پنجاب په ولایت کې د احمدي فرقې په یو ډاکټر ډزې کړي او وژلی یې دی.

د سیمې پولیسو ویلي چې پیښه د پنجاب ولایت د ګجرات په ولسوالۍ کې شوې. پولیسو وژل شوی ډاکټر، ذاکر رحمان ښودلی چې ۵۳ کاله عمر یې درلود او د غاښونو ډاکټر و.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید کولو ادعا نه ده کړې او پولیسو ویلي چې برید ګر د ډاکټر تر وژلو وروسته تښتیدلي دي.

عیني شاهدانو ویلي دوه وسله وال چې په موټر سایکل سپاره و، د ډاکټر رحمان کلنیک ته ورغلي و او دننه یې له نږدې پرې ډزې کړي او وژل یې دی.

په سیمه کې د احمدي فرقې یو ویاند سعید محمود د پاکستاني چارواکو غوښتي چې ددې ډاکټر قاتلین ژر تر ژره ونیسي او عدالت ته دې راکش کړي.

دا په روان میلادي کال کې څلورم احمدی دی چې د پنجاب په ولایت کې وژل کیږي.

سره له دې چې د شنبې د ورځې قتل د کولو ادعا تر اوسه هیچا په غاړه نده اخیستې خو په پاکستان کې د احمدیه فرغې غړي د تحریک لبیک پاکستان په نامه افراطي مذهبي ډله پدې کې ملامته بولي چې د دې فرقې په غړیو او د عبادت په ځایونو باندې خلک برید کولو ته هڅوي.

د تحریک لبیک پاکستان مشران پخپلو غونډو او مظاهرو کې د احمدیانو په خلاف ستغې سپورې وایي.

احمدي فرقه ځان مسلمانان بولي خو د پاکستان په اساسي قانون کې دا فرقه په ۱۹۷۴ کال کې غیر مسلمان بلل شوي او تر هغې وروسته یې دا بندیز هم پرې لګولی چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه ځانونه مسلمانان نشي څرګندولی.

په پاکستان کې پدې ډلې دا بندیز هم دی چې په عامه توګه عبادت نشي کولی او نه هم د عبادت لپاره ځانګړی ځای جوړوی شي.

نتقاد کوونکي وایي چې د همدې محدودیتونو او بندیزونو له کبله دا ډله په حقوقي او ټولنیزه توګه ځپل شوې او ګڼ شمیر یې د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې وژل شوي هم دي.

د پاکستان د نورو اقلیتونو برخلاف احمدیان ځان مسلمان او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لارویان بولي. خو هغوی د احمدي فرقې بنسټ ایښودونکي میرزا غلام احمد خپل مسیحا او مهدی آخر زمان ګڼي. په هغه هیواد کې اکثریت مسلمانان په دې باور دي چې د احمدي فرقې لارویانو د اسلام اساسي اصل بدل کړی او له دې کبله له کافرو څخه هم بد دي.

د احمدي فرقې پر ضد سیاسي اسلامي غورځنگونه ددې سبب شوي چې د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون راشي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې په ١٩٧۴ کال هغوی غیر مسلمان وگڼل شول او ورپسې په ١٩٨۴ کې یو بل قانون هغوی له دې منع شول چې ځانه ته مسلمان ووایي. هغوی له آذان کولو څخه منع شوي دي. او آذان وکړي درې کاله بندي کیږي.

د شنبې تر برید دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یو ځانګړي پلاوي په پاکستان کې د احمدي فرقې په غړیو او عبادت ځایونو باندې د بریدونو ډیریدل وغندل.

د کارپوهانو دا ډله چې په ژنیو کې د ملګرو د بشري حقونو شورا ته راپور ورکوي په یوې اعلامیې کې په پاکستان کې د احمدي فرقې په غړیو او عبادت ځایونو باندې د اندیښنې څرګندولو سربیره د پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دې وضعیت حل کولو لپاره دې اقدام وکړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غوښتنې باندې تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې د دا ډولو هلو ځلو په مخکې د تحریک لبیک پاکستان په ګډون پدې هیواد کې نورو سخت دریځو مذهبي ډلو د حکومت پر ضد لاریونونه او مظاهرې کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG