د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د مظاهرو د پای ته رسولو پر سر د تحریک لبیک سره موافقه وکړله


حکومت په پایتخت کې د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره ملیشې ځای پر ځای کړي.
حکومت په پایتخت کې د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره ملیشې ځای پر ځای کړي.

د پاکستان حکومت او یوه غیرې قانوني ګرځول شوې سخت دریزه اسلامي ډله چې د تیرو لسو ورځو راپدیخوا یې خونړۍ مظاهرې کولې، د مظاهرو د پای ته رسولو پر سر موافقې ته رسیدلي دي.

د پاکستان د حکومت په استازیتوب په خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د تحریک لبیک اسلامي سخت دریزه ډلې په استازیتوب مفتي مجیب رحمان برخه درلوده خو دواړو یې په پایتخت اسلام آباد کې په خبري کنفرانس کې د موافقې جزیات په ډاګه نکړل.

د تحریک لبیک زرګونو پلویانو د تیرې میاشتې په ۲۲ مې د لاهور نه د پایتخت اسلام آباد په لور لاریون وکړ او د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه یې کوله ځکه چې په فرانسې کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) کاریکاتور خپور شوی و.

لاریون کوونکو په څو ځایونو کې د پولیسو سره خونړۍ نښتې هم وکړلې چې لږ تر لږه ۷ پولیس او ۴ مظاهره کوونکي پکې ووژل شول.

مجیب رحمان وویل چې د تحریک لبیک پاکستان ګوند مشر سعد رضوي لخوا منظور شوی. هغه د موافقې په هکله زیاته کړه، " د موافقې جزیات او مثبت نتایج به په یوې اوونۍ په شاوخوا وخت کې د ملت مخې ته راشي.

دا خونړۍ مظاهرې هغه وخت پیل شوې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د فرانسې د سفیر د ایستلو لپاره د دې سخت دریزه اسلامي ډلې غوښتنې نه مني او نه یې هم سفارت تړي.

تر اوسه معلومه شوې نده چې د تحریک لبیک ګوند به څه وخت خپلې مظاهرې بندوي. حکومت د مظاهره چیانو د مخنیوي لپآره په پایتخت کې ملیشې هم ځای پر ځای کړي.

بل پلو د تحریک لیبک ګوند یو ویاند ساجد سیفي ویلي چې پلویان حاضر دي چې خپل پنډکي وتړي خو د ګوند د مشرتابه هدایت ته انتظار کوي. هغه وویل هیله لري چې د ګوند مشر سعد رضوي او د ګوند ټول پلویان چې پولیسو نیولي، ژر به خوشې شي.

سعد رضوي تیر کال وروسته تر هغه ونیول شو چې د فرانسې ضد یوې مظاهرې کې یې خلک تشدد ته هڅولي و.

XS
SM
MD
LG