د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې په اپریل میاشت کې بشري مرستو ته د لاس رسي برخه کې د لاس وهنو ۱۵۶ پیښې ثبت شوي


عکس: ارشیف - د افغانو سره بشري مرستې
عکس: ارشیف - د افغانو سره بشري مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په تیره میاشت کې یې د لاس وهنې اړوند اقداماتو چې اکثره د طالبانو له خوا ترسره شوي ۱۵۶ پیښې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په دغه راپور کې ویلي چې که څه هم بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې د لاس وهنو دا پیښې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۲۲ فیصده کمې دي، خو د روان کال د مارچ د میاشتې پرتله اوه فیصده زیاتوالی ښيي.

اوچا ویلي: "د تیر اپریل په میاشت کې ددغو پیښو اکثریت یې د بشري فعالیتونو د پلي کیدو په چارو کې د لاس وهنې، ناڅاپي سیلابونو د راوتلو او واورې د اورښت له امله د فزیکي چاپیریال په برخو کې ترسره شوي دي. بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې دا پیښې په موقتي توګه د ۱۰۷ پروژو د بندیدو سبب شوي دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې ددغو ترسره شویو لاس وهنو ۵۰ پیښې یې د بشري فعالیتونو د پلي کیدو په برخه کې او ۵۰ یې د فزیکي چاپیریال له امله رامنځ ته شوي چې په موقتي ډول د ۱۰۰ پروژو د بندیدو سبب شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د بشري فعالیتونو د پلي کیدو په برخه کې شاوخوا ۶۰ فیصده پیښې د حاکمو چارواکو(طالبانو) د اقداماتو له امله پیښې شوي دي".

د اوچا د راپور له مخې دغې پیښې په اساسي ډول تر ډیره په پروګرامونو کې د لاس وهنې چې په کې د مرستو څخه ګته اخیستوونکو د غوره کولو په برخه کې د نفوذ د کارولو هڅې، د کارکوونکو د ګمارلو او د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په تړاو د فشار اچونې اقدامات شامل دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "همدارنګه د حاکمو چارواکو(طالبانو) له خوا ۱۶ نورې غوښتنې چې په کې د طالبانو د مشرتابه د څارنې فرمانونو د تطبیق ریاست هم شامل دی، حساس معلومات لکه پروژه او د کارکوونکو په اړوند معلومات. ددې سربیره د حاکمو چارواکو له خوا د تدارکاتو په فعالیتونو کې د ګډون په اړه د فشارونو په هکله راپورونه ورکړل شوي چې لږ ترلږه په اتو ولایتونو کې د اقتصاد وزارت (طالبانو حکومت) له خوا په لیکونو کې یې یادونه شوې ده".

دا لومړی ځل نه دی چې ملګري ملتونه بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې د طالبانو د حکومت د سیمه ییزو چارواکو او وسله والو لاس وهنو په اړه راپور ورکوي. ملګرو ملتونو ددې وړاندې هم ددغسې لاس وهنو په باب راپورونه ورکړي دي.

اوچا ویلي وو، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې ترمنځ د بشري مرستو په رسولو کې دا ډول لاس وهنو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ددغو راپورونو وروسته د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکرد ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۱ ویلي و، چې د ملګرو ملتونو او مرسته کوونکو ادارو په ملتیا په افغانستان کې د بشري مرستو د اغیزمنتیا لپاره د مرستې رسونې د بهیر ارزونه کوي.

کرن ډیکر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ددې ارزونې هدف د مرستې رسونې په بهیر کې روڼتیا رامنځ ته کول ښودلي وو.

کرن ډیکر لیکلي: "اصلی تمرکز مو په روڼتیا او نظارت دی. افغانې ښځې د توپیر رامینځته کونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي".

ددې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) یوې استماعیه غونډې ته ویلي وو، چې طالبانو د مرسته کېدونکو سازمانو څخه د پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ګماري.

مک کال ویلي وو: "طالبان تر بل هر وخت اوس د امریکا د مالیه ورکونکو له مرستو څخه ډېره ګټه اخلي. هغوی له غیردولتي سازمانونو څخه غلاوې کوي چې خپل جنګیالي شتمن او خپل قدرت غښتلی کړی."

د طالبانو حکومت تراوسه د اوچا ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلی، خو دمخه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون ددغه حکومت لوړپوړو چارواکو د بشري مرستو څخه د طالبانو د ناسمې ګټې اخیستنې په اړه راپورونه رد کړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG