د لاس رسي وړ اتصالات

سرحدي مقامات: له ایران څخه د مهاجرینو ستنیدل زیات شوي


له ایران څخه افغانستان ته راستنیدونکي کډوال
له ایران څخه افغانستان ته راستنیدونکي کډوال

د افغانستان سرحدي مقامات وايي د هغو افغانانو شمیر چې له ایران څخه هیواد ته ستنیږي په تیره میاشت کې دوه چنده شوی او ستنیدونکو افغانانو د ایران څخه د وتلو د مخ په زیاتیدونکي فشار رپوټ ورکړی دی.

د هرات په سرحد کې د کډوالو د چارو رئیس عبدالله قیومي د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۱۴۴۸۰ افغانان د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

له ایران څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ په داسې حال کې زیاته شوې، چې پاکستان د اکتوبر په لومړیو کې د ۱،۷ میلیونو افغانانو په ګډون ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دې هېواد څخه د وتلو مهلت ورکړی و، او ویلي یې وو چې که نه نو وبه ونیول شي او بیا به ایستل شي.

قیومي د پرانس پرس خبري اژانس ته وویل، "کله چې پاکستان پرېکړه وکړه چې زموږ هېوادوال له خپلې خاورې وباسي، دلته هم شمېر زیات شو. دا شمیرې اوس د یوې تیرې میاشتې په پرتله دوه برابره شوی دی."

هغه وويل: "ايران (د افغانانو د شړلو) اعلان نه دى کړى، خو زموږ په شمېر کې پرله پسې کمښت نه دى راغلى او يوازې ورځ په ورځ زياتېږي."

اکثرهغه افغانان چې د اسلام کلا له پولې افغانستان ته ننوځي وايي چې نیول شوي او له ایران څخه ایستل شوي دي. ځینې یې حتا داسې اسناد لري چې دوی ته په ایران کې د اوسیدنې اجازه ورکوي.

یو راستون شوي عبدالرحیم احمدي وویل چې له ۱۱ کلونو راهیسې په ایران کې له قانوني اسنادو سره اوسېده، خو دمخه تر دې چې د دوشنبې په ورځ د اسلام کلا له لارې وایستل شي، له خپل وراره سره یو ځای نیول شوی او پوځي اډې ته وړل شوی و.

۴۷ کلن احمدي فرانس پرس ته وویل، "هېڅ تحقیقات ونه شول، هغوی یوازې موږ پوځي اډې ته بوتلو...او همداسې یې مونږ وایستلو."

هغه زیاته کړه: "ښځه او زوی مې په ایران کې دي، هلته مې کور په کرایه نیولی، نه پوهېږم څه وکړم."

ایران چې له افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، په نړۍ کې د کډوالو یو له سترو کوربه هیوادونو څخه دی چې ډېر یې افغانان دي چې د ۴۰ کلنې جګړې پر مهال دغه هېواد ته کډه شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي، چې اوسمهال په ايران کې شاوخوا څلور نيم ميليونه افغانان ژوند کوي، خو تهران دا شمېر تر پنځو ميليونو ډېر اټکل کړی دی.

دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي چې له ایران څخه د وتونکو افغانانو شمېر له هغو افغانانو ډېر دی چې دغه هېواد ته داخلېږي.

ایراني مقاماتو له دې هیوادو څخه د وتونکو افغانانو د شمیر د زیلتیدو په اړه د اژانس پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

خو د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ایران د پولیسو د یو چارواکي په حواله ویلي چې په څلورو ورځو کې له ۱۵ زرو څخه زیات «ناقانونه» افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او سږ کال له ایران څخه ټولټال ۳۲۸۰۰۰ کډوال شړل شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر د شنبې په ورځ نومبر (لړم ۱۳) د ایران د حکومت په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ.


د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي وو چې عبدالغني برادر به د خپل سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په ګډون د اورګاډي کرښې، سیمه ییز اتصال، په زیربناوو کې د پانګونې او د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد په اړه خبرې وکړي.

که څه هم تر اوسه رسنيو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې برادر به د دغه هېواد له چارواکو سره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو پر مسايلو خبرې کړي او که نه، خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په ایران کې د طالبانو د پلاوي د خبرو مهمړ ټکو ته اشاره کړې او په X ټولنیزه شبکه باندې یې د "افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د ګډو کمیټو جوړولو" په ګډون ۱۱ ټکي ذکر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG