د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د طالبانو حکومت د کډوالو د مسلې په اړه جدي نه دی


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له دغه هیواد څخه د غیرقانوني افغان کډوالو په شړلو باندې په ټینګار سره ویلي چې د طالبانو حکومت په دې اړه جدي نه دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۲۵ (لړم درییم) د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي له قوله ویلي چې ایران کې میشت د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال خپل هیواد ته ستنوي.

ښاغلي وحیدي ویلي: "د دقیقو قضايي میکانیزمونو وړاندوینه وشي ترڅو یو قوي چلند تر سره شي، له ۲۰۰ زرو څخه زیات کډوال چې خپل هیواد ته ستانه کړای شوي و بیرته ایران ته راغلي دي. د طالبانو حکومت ته دا مسله جدي او مهمه نه ده".

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په هره ټولنه کې چې افغان کډوال حضور لري، طبیعي خبره ده چې د هغوی په منځ کې مختلف کسان شامل دي. هغه په دې باندې په ټینګار سره چې باید په ایران کې د افغان کډوالو مسله او د هغوی قانوني او غیرقانوني اوسیدانه وڅیړل شي، دا موضوع په ایران کې د افغانانو سره د دښمنۍ د ترویج په معنی نه ده.

همداشان ښاغلي وحیدي ویلي چې په ایران کې د افغان کډوالو تنظیمول لازمي دي او ددغه هیواد د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د طالبانو حکومت لا تراوسه ددغه ایراني چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه طالبانو د خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتي و، چې د افغان کډوالو سره دې مناسب او د کډوالو د نړیوالو قوانینو پر اساس له چلند څخه کار واخلي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په روانه اونۍ کې له ایران څخه په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته د شاوخوا لس زرو افغان کډوالو د ستنیدلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم درییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوازې په تیرو دریو ورځو کې ۳۳۴۴ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام قلعه د سرحد له لارې وطن ته ستانه شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ شمیرنې ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنی دمخه ۳.۴ میلیونو افغان کډوالو په ایران کې د کډوالۍ په قانوني اسنادو، افغان پاسپورټونو او قانوني اسنادو پرته ژوند کوه.

خو دغې ادارې ویلي، چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په سلګونو زره نور افغان کډوال هم ایران ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG